۱۳۹۰ آبان ۷, شنبه

ولې پښتانه او طالبان یوبل سره اخښل کیږي؟ سرلوڅ مرادزی

پښتانه چې د جنوبي اسیا خورا لوی ایتنکي ګروپ جوړوي او په افغانستان ، کوزه پښتونخوا ، بلوچیستان ، کراچۍ ، هند او نوره نړۍ کې خپاره دي نن ـ سبا د شمېر له مخې له ۶۰ میلیونو څخه اوړي . پښتانه ددې سیمې لرغونی او تاریخي ملت ګڼل کیږي .
د سیمې په ټولو تغییرونو ، بدلونونو او پاڅونونو کې د پښتنو ځای اوچت او ښاغلی دی . بېځایه نه ده چې تېر پیرکې ځینو لویانو پښتانه د سیمې روح تشبیه کړی دی . سیمه کې د پښتنو له ګډون پرته سوله ، امنیت ، ثبات او پرمختګ نشي راتلای . د پښتنو څنګته توب او ګوښه توب سیمه او نړۍ د کړکیچ او ناورین خواته بیولای شي . که پخوا د پښتنو سیمه د تزار او لويي برتانیی د امپراتوریو تر منځ د تربګنۍ او بېلتون ځایګی و ، نن دا سیمه د جنوبي ، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ او د ټولې نړۍ تر منځ د یووستون او پيوستون په ځمکه بدلېدلای شي .
څونه په ځای ده ، دې روستیو کې د لندن د ګارډين ورځپاڼې ، یوې غونډې ته د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د ځانګړی استازي مارک سیډویل له وینا څخه راپور خپور کړی چې یوه برخه کې يي داسې راغلي « دا لویه تېروتنه وه چې د افغانستان د جنوب پښتانه لس کاله پخوا د بون له کنفرانسه او د اساسي قانون له لویې جرګې څخه محروم کړی شول .
سیډویل وايي زموږ لویه تېروتنه دا وه چې پښتانه قبایل موڅنګ ته پرېښوول او افغانستان ته مو عسکر ولېږل .
نوموړي همدا شان زیاتوي : د افغانستان د جنوب خلک پردي شول او طالبانو د دوی له دې(محرومیت) احساسه استفاده وکړه. »
کابل کې له واک څخه د پښتنو د ګوښه توب او څنګته توب خبره چې حقیقت لری که څه هم ناوخته ویل کیږي ، خو کله چې دا خبره د انګریز او یا د پنجاب په خوله کیږي ، باید د هغې منځپانګې ته ځانګړې پاملرنه وشي . د پنجاب مشران هم کله ناکله کابل کې د واک د پیکه توب په اړه د پښتنو په پلوۍ د مکر اوښکې تویوي . خوانګریزانو او روسته بیا پنجابیانو د انګریزانو په مټ پښتانه سره ویشلي ، ځپلې او د پښتنو په اوسني ویرژلي حالت کې د دوی دواړو لاسونه تر څنګلو په وینو ککړ دی . انګریزانو د پښتنو هیواد په دوه برخو ویشلی او پنجاب نن هم ، د پښتنو سیمې پلپسې په بمونو او توغندیو ولي .
که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه
د لیندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي
علي خان
خو دلته موخه دا نه ده چې د تېر وخت ناخوالې په نویو حالاتو کې مجردې تکرار شي . که لویدیځ او په تېره بیا انګریزان چې د سیمې او پښتنو په اړه له نورو زیات مالومات لري نن هم د پښتنو د خوړل شویو ملي حقوقو په تړاو ، سمه پالیسې خپله کړي لکه څنګه چې يي سیډوویل وايي او هغه پلي کړي ، پښتون یو زغمیالی ملت دی او د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د خپلو ملي حقوقو په ترلاسه کولو کې نوي حالات په پام کې نیولی شی .
پښتانه غواړي سیمه کې د ټولو نورو قومونو او ملتونو منځ کې لکه څنګه چې يي هیواد او ځمکه ایجابوي د یووالي او پیوستون رول ولوبوي . منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي . منځنی ختیځ او لویدیځ له سیمې سره ملګری کړي . ۲۱ مه پېړۍ کې سیمې ته د سولې ، ثبات په راتګ او پرمختګ کې خپله ونډه اداکړي .
د مارک سیډوویل د وینا له مخې د لویدیځ په تېروتنه کې پښتانه ځپل کیږي او دا تېروتنه ددې لامل ګرځي چې ناراضه پښتانه پر پنجاب ورسم شي او هلته پنجاب ترې پخپلو روزنغالو او پالنغالو کې طالبان او مذهبي ترهګرجوړ کړي او بېرته يي د پښتنو سیمې د ورانۍ لپاره رالیږي . همدارنګه په کور دننه په نظارشورا او جمعیت کې راټول مذهبي سیکټاریستان هم لویدیځ ته ټول پښتانه ، د طالبانو په نوم ورپيژني او له دې لارې هم لویدیځ بیا همغه بهیر جارۍ ساتي ، د پښتنو سیمې بمباروي او دا دایره یا ( circle ) به همداسې تکراریږی .
دې لوبه کې په کور دننه نظارشورا او جمعیت د دسیسه ګر او توطیه ګر ، پنجاب د ورانوونکي او وژونکی او لویدیځ د بهیر د جاري ساتونکي په بڼه څرګندیږي ، طالبان او مذهبي ترهګر بیا د وسیلې پتوګه کاریږي او پښتانه د قربانۍ ګډوري دي .
لکه چې ټولو ته څرګنده ده طالبان او نور مذهبي ترهګر پښتنو نه دي ، زیږولي او نه پښتانه داسې ملي موخې لري چې لاسته راوړلو لپاره يي مذهبي ترهګرو ته اړتیا وي ، بلکې دا ډلې او خېلونه سیمه کې پنجاب او نورو جاسوسي کړیو پنځولي او د همدوی د ګټو په شپول کې فعالیت کوي .
زموږ ځیني ساده زړې پښتانه لیکوال بیا داسې انګیري « دا اشتباه د دوې ( لویدیځ )هله جبره کیدای شې چې واک په مکمل ډول طالبانو ته انتقال شې او نړیواله ټولنه یی په یوه خوله ومنې » ځيني نور وايي « طالبان د پاکستان لخوا څخه نه حمایه کيږي. » او داسې هم ویل کیږي « هر څوک په سترګو ګورې چې اوسمهال په هیواد کې ټول افغان مسلمان ولس ملي پاڅون کړی دی، د هر قوم او هرې طبقې خلکو پکې ښه په مېړانه او فداکارۍ برخه اخستې ده » په دا ډول لیکنو د پښتنو لیکوالو او د طالبانو خواخوږو رسنۍ ډکې دي
که پښتانه پخپله خوله ونه وايی چې طالبان له دوی څخه جلا دي او بیا هم د طالب د ملاتړ خبره غبرګه کړي په دې صورت کې پښتانه خپله د جمعیت او نظارشورا تبرګي ته نوی لاستی وراچوي ، د پنجاب د ترهګر پالنې فابریکې چالان ساتي او د لویديځ د بمباریو لپاره لاره اواروي . خو که پښتانه له طالبانو ځانونه راجلا کړي چې دا د پښتنو د روشنفکرانو دنده ده ، بیا دوښمن ته د پلمو ، چلوټو او په اصطلاح دوستانو ته د تېروتنې ځای نه پاتیږي
زما په اند د پښتنو روشنفکرانو په وړاندې چې کومې دندې پرتې دی ، یو څويي دا دي :
ـــ د نظارشورا ، جمعیت او نورو تنګنظرو سیکټاریستانو دا چلوټه شنډه کړي چې وايي پښتانه او طالبان یوشان دي او په دې توګه غواړي لومړی د طالب په نوم ټول پښتانه سپک او بدنام کړی او بیا يي لویدیځ ته شیطاني او جاسوسي وکړی ترڅو لویدیځ د پښتنو سیمې بمبارکړي .
ــ سیمه کې د پښتنو په وړاندې د پنجاب چلوټه رسوا کړي چې یوخوا غواړي د خپلو طالب ډوله ملیشو په مټ پښتانه ووژني او د ډیورند د تپلې کرښې دواو غاړو ته د دوی ټاټوبی ویجاړ کړي او بلخوا د پښتنو سره د غمرازۍ په نوم دا لړۍ جاري وساتي .
ــ پښتانه روشنفکران باید د پښتنو د ویښتوب او روښانتیا لپاره چې ډیری يي نالوستي دي د دوی په ژبه یاني په پښتو لیکنې او خپرونې وکړی ترڅو د پوهې او خبرتیا هغه تشه چې د پیړیو په اوږدو کې د ملا په لاس په عربي او د دولتونو په لاس د فارسي او اردو ژبو د واکمنۍ له کبله پښتنو کې رامنځته شوي ، ډکه کړي .
ــ دا د پښتنو روشنفکرانو دنده چې پښتانه د طالب له توره چې د پښتنو د دوښمنانو لخوا په پښتنو پورې تړل کیږي ، وژغوري . بلخوا ایا ترهګر او طالب یوازې په پښتو کې شتون لري ، که په نورو ملتونو او هیوادونو کې هم شته ؟
ــ پښتانه روشنفکران باید د سیمې د نورو قومونو او ملتونو د روشنفکرانو سره شریکه ژبه پیداکړي او د مذهبي سخت دریځ غورځنګ په وړاندې چې سیمه کې يي سوله ، ثبات او پرمختګ ډب کړی په ګډه د مخنیوي چارې سمبالې کړي .
ترڅو چې پښتانه روشنفکران د پښتنو د ویښتون او پوهاوی ، پښتنو پورې د طالب جان له تورتړلو او د هغو فابریکو په افشا او ړنګولو کې چې ترهګر او طالبان روزی لاس په کار نشي ، بل څوک د پښتنو د ستونځو د لری کولو دنده پر غاړه نلري !
اخځونه
ــ تاند بریښناپاڼه
ــ ټول افغان بریښناپاڼه
د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

پښتو

ښتو د لرغونو ارياني ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده. دغه ژبه له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې ده چې يو لړ نومان ېې پښتو ، پختو ، پوختو ، په هندي (پټاني) ، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري . دغه ژبه له ۱۹۳۶م ز. کال راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه ګڼل شوې .
د افغانستان د تاريخپوه حسن کاکړ د يوې رسالې چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې دغه سرلیک (په افغانستان کې پښتو او هغې په هکله يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرګند کړی ٫٫ د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه
.

نيوليک

 

مخينه او لرغونتوب

د ويدا اوستا مها بهارت او پهلوي او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني پاچا ميلندر او بودايي حکيم ناګه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ، د بودايي مذهب يو لوۍ کتاب ګڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي-
همدارنګه د هندوستان د راجستان ايالت په يو مندر کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا ګرۍ ليک دود کښل شوې، د روشن لا ملهوتره هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې)
دغه راز په زړه فارسي د هنی منشي د لوۍ داريوش پاچا چې د886-522 قبل ميلاد د بېسون په ډبر ليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي ګړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري
نئ ارنکه اهم
نه ئي اړېکی وم
نئ درومنه اهم
نه ئ دوره جن وم
نئ زړوه که ره اهم
نه ئ رورکړونی وم
لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن ، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم
(پښتو څيړنې - 223 ګڼه - کابل
د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې - څرنګه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنګونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي
اسيا يک پيکر اب و ګل است ***---*** کشور افغان دران مانند دل است
خو څومره چې دغه خاوره په اسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنګ ددې هيواد د وګړو ژبه (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانګړی مقام لري- د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ، اټکل ، اوچت ، پټ ، پلمه ، تول ، ټوټه ، تکړه ، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، ګډوډ ، لنډه ، لمبه ، واک او داسې نور -
تر ميلاده وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ، اوس يي هم استعمال دود دی ، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانګړي مقام بيلګه ګڼلی شو-
د مور خان قبيلې څخه چې کله د منځنۍ اسيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -
دغه راز په عربي کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلګی په توګه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-
په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوګورۍ
جز بدين اند رنيابي راستي ***-*** راستي شد حصن دين راکوټوال
پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟
د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ليکنه
پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟
پښتو د پښتنو ژبه ده . پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير ، بلخ ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل ، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده . ساکان د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين ، هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا ، بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په ګډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده . ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل . پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي .

۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبه

ملنګ جان



ملنګ جان
په (۱۲۹۳) کال کې د ننګر هار د بهسودو په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتګ سره د چمیار کلی ته حو شخالی او په حقیقت کې یې ټول ننګر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوالو خو شحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازادیوه .
دغه روښانه شخصیت ښاغلی محمد امین (ملنک جان) دعبدالشکور زوی ده ، نو موړی په دری کلنۍ دخپل پلار څخه یتم پاتې شوی او پوله پټی یې دتر بګنیو له لاسه ورته باتې نشو اوپه (۵) کلنۍ کې بلارنۍ ټاټو بی څخه دمسافرۍ غیږی ته لویدلی او دکامې ړلسوالۍ په مزدوری بوخت شوی دی . نو موړۍ دمسافرۍ په وخت کې .و دشعر ژبه یې روانه شوه شپږ میاشتی وروسته له کامی څخه بیرته خپل اصلی ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دی څخه دجلال آباد په امنیه قو مندانۍ کې او دکونړ په لویه ولسوالي خپله دعسکری دوره تیره کړه . دنوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسین غاړو ته رسیدلی وز او دپوره نوم څښتن شوی و.
په کال (۱۳۳۲ه) کې دکابل رادیو ديشتو مو سیقۍ منتظم ړټاکل شږ ، خو ددغې دندۍ څخه بیرته (۱۳۳۳) کې ګو ښه کړی شو او بیا بیر ته (۱۳۳۵ه)کال همدغی دندۍ ته را وبلل شو او تر ژوند تر پایه پورې پدغه بر خه کې دنده اجرا کوله . په اول کې دی یو نا لو ستی شا عر و حتی خپل شعر یې هم نشوای لیکلای ،خو په کال (۱۳۲۸ه)کې دسردار محمد داود لخوا ورته یو دلیک لوست ښوونکی وټاکل شو او په شپږو میا شتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه یې شعرونه پخپله لیکلای او لو ستلای شول .
په (۱۳۳۶ه)کال هغه و چې ملنګ جان دخپلی کډې سره او دري نیم کلن ما شوم دوا جان یې هم په غیږه کې و ،خو کله چې دبند په کږ لیچونوکې بری ګاډی واوښت چې لو مړۍ یو بل سړی او ورپسی ملنک جان او دوا جان ورولويدل هغه بل سړی بچ او ملنک جان سره دخپل واړه ماشوم ځانو نه دادي ژوند غیږی ته وسپارل او له پا نې دنیا نه یې تل ستر ګې پټي کړي .ښایې چې دا به دتقدیر کر ښه وې او دملنک جان په هغې دعا به ملا یکو آمین کړی وې لکه چې وایې :
ستا سو ځانو نو ځنې ځان مې ځار شه ستا سو بچو نه دوا جان مې ځار شه واورﺉ له ما ملنک جان ګرانو وروڼو زما محکو مو مظلو مانو ورونو
دملنک جان ژوند ته دپای ټکی ایښودل کیږي او دبهسو دو دچمیار کلۍ په پلارنۍ هدیره کې خا وروته سپارل کیږی (روح دی ښادوې او یادی تل وې )
ملنګ جان یو عوامې او ملی شاعر دپښتو سندریز شعر او ادب زمو نږ د ټبر یو مهم تخنیک دی چې زمونږ لرغونو او تاریخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ریخی الها مات دمحیط او بشر په ژبه څر ګند کړي دي.
زمونږ دملی شاعرانو خپل تا سیرات او احساسات دملی آوازونو په قا لب کې داسي ځای کړی دی چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسیږی ، همدغه دلیل دی چې زمونږ شفا هې ادبیات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هیڅکله به هیر نشی.
عامیانه شاعرانو زیات زحمتونه ګاللی دي یعنې دملنګ جان تر وخته پوری زیات پړاونه وهلی دي ، ډیری تجرو بې یې طی کړیدي ، ډیر مو ضو عات یې پخپله غیږه کې ځای کړيدي او ډیر اهنکونه یې خپل کړی دی ،خو کله چې ملنګ جان پر دی ډګر ور ګډشو ،نو عا میانه شاعرۍته یې هم دتر نګ او داهنګ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخی نوی خوزښت او تحریک ورکړ.
ملنګ جان دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې دژور سیاسی شعور او لوړ ملی احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنګونو کې یې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمي او تراني اوس ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرګیکړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړ یدونکی چیغې اوهنګامې تودی او ولاړيکړی او خوږې نغمی یې دتل لپاره خو ږې پا تې شوی څرنګ چې دپښتو عا میانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوی دشا عرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنګ جان د خپل وخت ضد سیا سی مسا یل او جر یانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته یې رسول او دادپښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کې دده امتیاز و اړ همدا امتیازدیچې مونږ دپښتو په عامیانه شاعرۍ کې دنوی تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللی او دحاس حماسی شاعر لقب ورکړ شوی .
ارواښاد استاد قیام الدین خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبر یت )کې ملنګ جان یو نا بغه بللی دی.ځکه ده ذده کړی نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې تو ګه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه . دی ځوانو شاعرۍ یې ځوانه وه ،ډیره هیله یې لرله چې دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې نورۍ زیاتونې وکړی او نوره ګټوره پا نګه را منځ ته کړی ،خو نا څا په مړ ینه او ځو نیمر ګۍ نه یوازی دی ځوانیمرګ کړ بلکه دده شاعرۍ یې هم ځوانیمرګه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ دیو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپیړۍ تیریده به هم داتشه ډکه نه کړي.