۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

د یوويشتمې پېړۍ افغان غوره مفکر شخصيت

د امـريکا د بیوګرافیو څېړنيز انستيتوت (ABI - American Biographical Institute)، چې د امريکا په (North Caroline) ايالت کې موقعيت لري، د څېړنو پر بنسټ یې يو افغان ډاکټر د يوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت ټاکلی دی او د نړيوال سفير لقب يې ور کړی. دغه افغان ډاکټر چې سيدنصيراحمد نومېږي؛ پروسږ کال یې د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافيو د څېړنيز مرکز لخوا د نړۍ د غوره څانګپوه ډاکټر لقب ترلاسه کړی ؤ، چې يو د سپينو زرو مېډال يې هم ورته ورکړی دی. دا دی سږ کال د امريکا د بیوګرافیو د انستيتوت لخوا د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت په نامه ونومول شو. د یادولو ده چې د ګامبيا جمهور رئيس يحیی جامع، د پاکستان فقيدې صدراعظمې بې نظېر بوتو او ګڼشمېر نورو سياسي ليډرانو هم د امريکا د بیوګرافیو د څېړنيز انستيتوت (ABI American Biographical Institute) لخوا د (ABI awards) لقبونه تر لاسه کړي دي.

د دغه لقب تر څنګ به يو د سروزرو مېډال هم ورکول کېږي او سږ کال (۲۰۱۱) به د نړۍ د نورو غوره اشخاصو تر څنګ د دغه افغان نوم هم د نړيوالو پوهانو او غوره اشخاصو د بيوګرافيو په کتاب کې خپور شي. چې د نړۍ په غوره کتابتونونو کې به ځای پر ځای شي تر څو د دغه اشخاصو په اړه هر اړخيزې څېړنې تر سره شي. د بېلابېلو مملکتونو د کانګرس او يا پارلمان په کتابتونونو کې به هم دغه د بيوګرافي کتابونه د څېړنو لپاره وړاندې شي، چې د دغه غوره اشخاصو د ژوند او کړو وړو په اړه سياستوال او پوهان هم اړين مالومات تر لاسه کړي.
ما د دې لپاره، چې خپلو هېوادوالو ته د دغه افغاني کارپوه په اړه مالومات ورکړي وي، له ډاکټر سيدنصيراحمد سره مې يوه مرکه تر سره کړې، چې ستاسو پام هم ورته را اړوم.
پوښتنه: ښاغلی ډاکټر صيب!
تاسو پروسږ کال د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافیو د نړيوال مرکز (IBC – International Biographical Centre) لخوا د ۲۰۱۰ ميلادي کال غوره څانګپوه ډاکټر ونومول شوی؛ موږ ستاسو په دغه بري او په نړيواله کچه د افغانانو د نيکنامۍ په اړه ټول ډېر خوشاله شولو او د هر افغان لپاره د وياړ ځای دی چې تاسو غوندې يو ډاکټر لرو. دا چې تاسو يو ډاکټر ياست او د دغه نړيوال څېړنيز مرکز څخه د غوره ډاکټر يا څانګپوه په نامه ياد شوي ياست، موږ ته هم د منلو او وياړ وړ ده، مګر دا څه پېښه ده، چې د امريکا د بيوګرافيو څېړنيز انستيتوت تاسو ته د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر او نړيوال سفير لقب درکړی؟ آیا تاسو په ټولنيزو هڅو او يا فلسفوي بحثونو کې هم فعال ياست، چې د يو غوره مفکر لقب مو تر لاسه کړی او يا سياسي هلې ځلې کوی، چې د نړيوال سفير نومونه مو تر لاسه کړي دي؟
ځواب: ګرانه! يو کس کولای شي په ډېرو برخو کې خپل شخصيت ته وده ورکړي. زه د افغاني کلتور او ادب په برخه کې فعاله ونډه لرم، خو بيا هم زه دقيق نه پوهېږم، مګر دومره ويل شم، چې زه په نړيواله کچه نه یوازې د افغانانو بلکې د پرديو په منځ کې هم په ټولنيزو هلوځلو بوخت يم او په ډېرو پوهنيزو، ادبي او ټولنيزو غونډو کې ګډون کوم. په ګڼشمېر غونډو کې د نړۍ د بېلابېلو سيمو سياستوال، ټولنپوهان، ژورناليستان او ګڼشمېر نور پوهان ګډون کوي، نو هرومرو له خلکو سره خبرې او یا هم خلکو ته څه ويل د انسان په ژوند کې يو اغېز درلودلی شي او د نورو څېړنيزو مرکزونو پام ورته اړول کېږي.
د افغانستان د وروستيو لسو کلونو په اړه ما د جګړې ضد دريځ خپل کړی او خپل نظريات مې په ليکلې بڼه د نړۍ تر واکمنو او ملګرو ملتونو رسولي دي. په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې مو له نورو سوله ملو ټولنيزو بهيرونو، خوځښتونو او ټولنو سره يو ځای د امريکايي تيري پر ضد په آمستردام او بيا د اروپا په بېلابېلو مملکتونو کې د جنګ ضد پلاتفورم جوړ کړ او د جنګ ضد پراخې مظاهرې وشوې، چې د نړۍ په کچه يې خپل اغېز پرېښود. پر عراق د امريکايي يرغل پر ضد هم دغه مظاهرې د نړۍ په کچه جوړې شوې وې، چې ما له خپلې وسې سره سم د جنګ ضد پلاتفورم جوړولو کې ونډه اخيستې ده.
بايد ياده کړم، چې د يو مفکر او ټولنپوه وسله قلم او د هغه مفکوره ده، چې نورو ته يې په ليکلې بڼه ور رسوي. ما هم په ټولنيز ژوند کې د قلم په مرسته خپل نظريات په بېلابېلو ژبو ليکلي دي، چې قضاوت به يې بيا لوستونکي کوي او په ضمن کې مې د اروپا د ختيځ پوهنې له انستيتوتونو، ژورناليستيکو مرجعو او ټولنيزو بهيرونوسره هم په ځينو پوهنيزو غونډو کې کار کړی. د کمبرېج د ټولنيزو څېړنو د مرکز لخوا راته د (د نړیوال هنر، ساينس او کلتور) د دېرشمې کليزې د نړيوال سيمينار؛ چې د امریکا د نيويورک په ښار کې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای کې داير شو، د سيمينار د مشر مسؤليت راکړلی ؤ، خو د بده مرغه د خپلې مسلکي بوختيا له کبله ما ونشوای کولای دغه غونډې ته ورشم.
پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو خو يو طبي ډاکټر ياست، نو له ټولنيزو ليکنو سره مو ولې مينه پيدا شوې او که د افغانستان د وروستيو څو لسيزو پېښو تاسو هم په سياسي بړبوکۍ کې لاهو کړي ياست؟
ځواب: دا سمه ده چې زه يو روغتيايي کارکونکی يم، مګر هر ډاکټر په ذات کې يو ټولنپوه، روانپوه او اروا پوه هم دی او د انسانانو د روحياتو پټ اړخونه هم ورته مالوم وي. له بل پلوه که يو ډاکټر يو ناروغ تداوي کوي، نو د سم ټولنيز فعاليت پر بنسټ کولای شي د ټولنې يوه لويه برخه درمل کړي، چې په ټولنيز ژوند کې به يې اغېز ليا هم پياوړی وي. تاسو ته څرګنده ده، چې لکه يو ډاکټر يو څانګپوه نه تنها د يو شخص په درملنه بوخت وي، د خپلې مسلکي پوهې پر بنسټ کولی شي ټولنيزې پېښې هم وسپړي، وڅېړي او يا يې هم د ليکنې په بڼه نورو هېوادوالو ته توضيح کړي. له بلې خوا يو انسان ټولنيز موجود دی او ټولنه هم د انسانانو مجموعه ده، نو د انسانانو تداوي د ډاکټر فرض دی. د افغانستان له وروستيو څو لسيزو څخه زه هم لکه نور افغانان اغیزمن شوی يم، نو زما په ليکنو کې هم د افغاني ټولنې د ناخوالو څرک په زغرده ليدل کېږي.
پوښتنه: ما ته په زړه پورې ده، چې پرته له دغو مېډالونو او نومونو مو کومه بله ډالۍ يا لقب هم تر لاسه کړی؟ که به دې اړه لږ مالومات راکړی، نو په زړه پورې به وي؟
ځواب: په ښوونځي کې شوخ وم، مګر سبق مې لوست، خو د ښوونځي په بهير کې نه پلار او نه هم کوم بل چاراته ډالۍ راکړې، پرته له يوې خټينې کوترې، چې پلار مې د قرآن اعظيم الشان د تلاوت په اړه راته ډالۍ کړې وه. تر ننه مې هغه پېښه په ياد ده. د ښوونځي په پای کې د حبيبيې په لېسه کې وم، هغه مهال يې ځوانان په وچ زور عسکري ته لېږل، چې زه هم له عسکري نه د خلاصيدو او پوهنتون ته د تلو له اندېښنو سره لاس او ګرېوان وم. د حبيبيې لېسې نه له فراغته وروسته مې د کانکور آزموينه تېره کړه، چې د کابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالی شوم او د لومړي درسي کال په بهير کې د بېلاروسيې هېواد ته د زده کړو لپاره واستول شوم. په ښوونځي کې مې هم کوم ځانګړی برياليتوب نه درلود، چې کومه جايزه يا ډالۍ مې تر لاسه کړې وای، خو د ښوونځي په لومړي او دويم ټولګي کې مې د روسانو په يو ښوونځي کې چې د جوزجان په ولايت د شبرغان په ښار کې ؤ، له روسي متعلمينو سره مې لېده کاته شوي، چې روسي ښوونکيو راته هغه مهال د قلمونو يوه ګېډۍ او کتابچې ډالۍ کړې وې.
په بېلاروسيه کې د طب پوهنځي د څلورم کال محصل وم، د روسيي او بېلاروسېې د محصلينو په يوه پوهنيزه سيالۍ کې مې ګډون وکړ، په هغه سيالۍ کې مې د يو څو نغدو روپيو جايزه تر لاسه کړه. ماته ډېره په زړه پورې سيالۍ وه او يو د وياړ ځانکړی احساس راته پېدا شوی ؤ. دکميسيون غړو چې وليدم، نو راته خندل يې او ويې ويل: نومرې دې لوړې وې، مګر په روسي ژبه کې دې تېروتنې کړې وې. موږ نه پوهېدو چې د افغانستان يې، موږ ګومان کاوه، چې د شوروي اتحاد له آسيايي جمهوريتونو څخه راغلی يې، ځکه مو د روسي ژبې په برخه کې ستا نه توقوع ډېره وه، خو اوس پوه شولو چې ته په دغه سيالۍ کې يوازينی بهرنی يې. مګر بيا يې هم ډېر وستايلم. بايد ياده کړم، چې د آزموينې په پاڼه مو د خپل نامه د ليکلو اجازه نه درلوده او یوه شمېره مو پر پاڼه ليکلې وه، چې دبل کميسيون لخوا راکړل شوې وه.
د نيدرلند د آمستردام د مرکزي اکادميک روغتون لخوا يوه ګړۍ او يوه کامره را ته ډالۍ شوي دي او د نيدرلند د دينهاګ په مرکزي روغتون کې مې دوه کاله کار وکړ، چې د دغه روغتون د جراحي سروېس لخوا راته د سروزرو د چاړې (DE GOUDEN BISTOURI) سېرتيفيکېټ راکړل شو. دغه ډول سېرتيفيکېټ ځانګړو جراحانو ته ورکول کېږي. د دينهاګ د ادارې لخوا ما ته هم دا ډول يوه چاړه له سيرتيفيکېټ سره راکړل شوې ده، چې ما ته لکه يو جراح تر ټولو ډاليو او نومونو غوره ډالۍ ده.
پوښتنه: ډاکټر صيب ما ستاسو ځينې ټولنيزې ليکنې لوستې دي، چې ستاسو په ليکنو کې يو ځانګړی سبک ليدل کېږي، نو را ته په زړه پورې ده، چې تاسو د چا له سبکه پيروي کوی او که ستاسو ليکنې خپل اړخ لري؟
ځواب: زه د کوم بل ليکوال پېښې نه کړم او په ليکنو کې هم له بل چا تقليد کول سم نه ګڼم. خو خپل ځانګړی سبک هم نه لرم، بيا هم زما ليکنې په يوه لنډه مقدمه پيلېږي، بيا موضوع سپړل کېږي او د ليکنې پايله پکې وي، نوکېدای شي په ټولنيزو ليکنو کې ډېر ټولنيز شيان او ټولنيزې پېښې بيان شي او په ليکنو کې د متلونو او د نامتو اشخاصو خبرې هم کاروم. په ساينسي يا روغتيايي ليکنو کې ليکنې د يوې منل شوې اډانې په بڼه ليکل کېږي، چې مقدمه، احصاييه، پرېکړه، لمنليک او اخستليک يې غوره برخې ګڼل کېږي، چې روغتيايي او ساينسي ليکنې بيا په بشپړه توګه خپرېږي.
پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو د ټولنيزو علومو په برخه کې لوست کړی او يا مو پخپله په دې برخه کې هلې ځلې کړې دي، نو ستاسو د ټولنيزو ليکنو انګېزه څه ده؟
ځواب: ما د تحصيل په دوره کې له ټولنيزو علومو، په تېره بيا تيولوژي، ټولنيز دياليکتيک او تاريخي فلسفې سره ډېره مينه درلودله او په دې برخه کې مې ډېره مطالعه کوله. د (دوکتورا) د پروګرام د تر سره کولو لپاره مې د يو کال په بهير کې فلسفه هم لوستې، چې د انتيک فلسفه، ديني او مذهبي فلسفې شاليد او د رېنيسانس اغېز په منځنيو پېړيو کې او د اتلسمې پېړۍ نه وروسته د لوېديزې فلسفې ټولنيز، کلتوري او سياسي بهير يې غوره برخې وې. بايد ياده کړم چې د فلسفې دغو زده کړو زما د ټولنيزې پوهې او د ذهن په وده کې غوره رول لوبولی او د ټولنيز پوهاوي په برخه کې يې ډېره مرسته راسره کړې ده. زما د ټولنيزو او ادبي فعاليتونو انګېزه د افغانستان په ناخوالو کې نغښتې ده، چې زموږ د هېواد بدمرغيو هم زه دې ته هڅولی يم، چې ټولنيز فعاليت وکړم او ټولنيزې ليکنې د افغاني ناخوالو په اړه ولیکم.
ښاغلی ډاکټر صيب! دا د وياړ ځای دی، چې زموږ يو هېوادوال د نړۍ په کچه د امريکا د يو څېړنيز انستيتوت لخوا د (يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت او د نړيوال سفير) په نامه نومول کېږي او موږ ټول ستاسو په نومونه او ستاسو په ټولنيزو هڅو فخر کوو. د دې تمه لرو چې نور افغانان هم په نړۍ کې بريالي شي او خپلو هېوادوالو ته وياړونه ورپه برخه کړي. په پای کې که خپلو هېوادوالو ته څه ويل غواړی، ډېر به خوشاله شم.
ګرانه وروره! زه خو ځان يو عادي افغان ګڼم، نو زه به څه ووايم، خو د افغانستان په اړه د ټولو زړونه خوړين دي. په دې اړه به درنو افغانانو ته يو سپارښت وکړم، چې درنو هېوادوالو! نن سبا افغانستان د يوې نوې تاريخي آزموينې په درشل کې دی، ځکه چې د وروستيو لسو کلونو په بهير کې لوېديزوالو ونشوای کولای، چې د افغانستان غيور خلک اېل کړي، خو د دې تر څنګ د دې ګواښ هم موجود دی، چې د لوېديزوالو له تېښتې وروسته بيا افغانستان په «من و تو!» و نه وېشل شي او خپلمنځي جګړې رامنځ ته نه شي. د دغه بدمرغي د مخنيوي لپاره بايد خلک يو موټی شي او د افغان تر نامه لاندې د افغانستان هويت وساتي او لکه وروڼه د دغه ځپل شوي او وېجاړ افغانستان په بيا رغاونه کې مټې راونغاړي او يو سمسور افغانستان جوړ کړي.
ښاغلی ډاکټر صيب ستاسو نه يوه نړۍ مننه چې زما سره مو دغه مالومات شريک کړ او په زړه پورې مالومات مو د خپلو ټولنيزو هڅو په اړه موږ ته څرګند کړل.
ستاسو نه هم مننه چې ما ته مو د دغو خبرو د توضيح کولو زمينه برابره کړه، کور مو ودان. د ټولو افغانانو د نېکمرغي او بري په هيله. وسلام.
یادونه: هغه رسنۍ (ټلویزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې او ویبپاڼې) چې غواړي له ډاکټر صاحب سره خپله مرکې وکړي، هغه نن کابل ته تللی تر څو له خپلې کورنۍ سره د روژې مبارکه میاشت او اختر تېر کړي، دوی کولای شي د ۰۰۹۳۷۸۷۳۵۰۳۴۰ او ۰۰۹۳۷۸۷۸۶۰۰۶۱ ټیلیفونونو له لارې دهغې سره مرکې تنظیم کړي.

حسد او کينه

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
بعضي کسان داسي وي چي له يوچاڅخه ديوه نعمت دختميدوآرزوانسان کوي چي کاشکي له فلاني څخه دافلانۍ نعمت ختم شي، ديوچاښيګړه اوفائدې ته په ښه نظرنه ګوري،په ځانګړي ډول چي کله خپلوان،دوستان اوهم کسبه خلګ په ښه حالت اوراحت کي ويني نوزړه ئې تاوکوي،اوداغواړي چي له دوئ څخه ددوئ داښه حالت واخيستل شي اوماته راکړل شي.
دې بدعادت ته حسداوددې فاعل (کوونکي) ته حاسدويل کيږي.حسدکوونکئ ډيربدوي ځکه دی دخلګوتباهي اوبربادي غواړي،دخپل ځان دښيګړي لپاره کوشش نه کوي ځکه دی شپه اوورځ دنورودبربادئ په سوچ کي اوسي نه داچي دځان لپاره څه وکړي،ده ته داموقع نه وي چي دځان دترقئ لپاره څه سوچ وکړي،لدې امله حاسدډيرسست
اوکاهل وي چي داسستئ دی دالله پاک له نعمتونوڅخه محروموي،کله چي دی دخپلي بدعملئ له امله له نعمتونواوبرياليتوبونوڅخه محروم شي نودنوروپه خوشحاليوئې زړه سوځي اودځان په څيردهغوئ لپاره هم دبربادئ
اميداوآرزوکوي،کله دهغوئ په ښکاره غيبت،چغلګري،ناحق شکايتونه کوي اوکله ورباندي بې ځايه تهمتونه لګوي،اودهرډول تاوان دوررسيدوپه هيله ناست وي،درسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارکه زمانه کي الله پاک په
مسلمانانوځانګړي انعامونه وکړل چي يوله هغوڅخه دايمان اوقرآن ورکول وو،لدې امله يهوديانواونصاراؤ له مسلمانانوسره حسداوکينه شروع کړه،لکه په قرآن کريم کي چي الله پاک فرمائلي دي:ام يحسدون الناس علی ماآتاهم من فضله ؛(النساء)آيادوئ له خلګو(ايمان والاوو)سره حسداوکينه کوي په هغه څه چي الله دوئ ته ورکړيدي.
په بل ځای کي فرمايي:
ودّکثيرمن اهل الکتاب لويردونکم من بعدايمانکم کفاراحسدامن عندانفسهم (البقرة)
ترجمه:غواړي(دارمان په ډول سره)ډيرله کتاب والاووڅخه(يهوداونصاری)چي تاسوله ايمانه وروسته کفرته واړوي،دحسدله امله چي ددوئ په نفسونوکي دی .
نودغه حسداوکينه ديهوديانواونصرانيانوعادت دی مسلمان بايدددوی عادت په ځان کي رانه ولي اوبايددمسلمان لپاره خوشحالي اوفايده ځوښه کړي .
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اياکم والحسدفان الحسديأکل الحسنات کماتأکل النارالحطب اوالعشب (رواه ابوداود)
ځان ساتئ له کينې څخه ځکه کينه نېکۍ داسي خوري لکه څنگه چي اورلرگي خوري(يايې داسي وويل :لکه څنگه چي اورواښه خوري)
نوداډېره دتاوان اوافسوزخبره ده چي سړی نيک عملونه هم وکړي خوبياهغه بېرته بربادکړي. دحسداوکينې يوتاوان داهم دی چي کينه گرسړی هروخت کي په عذاب اوتکليف باندي اخته وي،که بل څوک خوشحاله وويني نودی خفه دی داهم دده لپاره دده ددې عادت سزاده چي په دنياکي ورته رسيږي.
الله پاک دي موزړونه له داسي مرضونوڅخه خلاص کړي وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه ومن تبعه الی
يوم الدين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبه

11/11/11 11:11:11:11

زړورزورورورورورورورورورورورورود ته راوان کره

11/11/11 11:11:11:11
د پورته چملی مفهوم په ځرګنده توګه ولیکئ؟؟؟؟؟

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.



کور مې ښه وران کړه مېړنيه اشنا
د وران کندړو ننداره کومه

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.

ستا له لازمې همکارۍ تشکر
کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.

زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور
تر سلو کالو جګېدلی نه شم.

عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم
ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.

کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل
له وروروژنې خلاصېدلی نه شم.

زما د خولې جلب هم ستا لاس کې دی
په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.

په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه
چې ساه مې وځي خوځېدلی نه شم.

مال او متاع مې ښه ښکاره تسليم کړه
لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.

خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم
که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.

په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا
د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.




درسول الله صلي الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه



درسول الله صلي الله عليه وسلم  څلوېښت حديثونه

 
ګرانو ورونو، د نبي (ع) په مبارکو احاديثو کې د څلوېښتو احاديثو د يادولو ډېر اجرونه په سترګو کيږي. هيله ده لاندې څلوېښت احاديث ياد کړئ او دواړو جهانونو برياليتوبونه تر لاسه کړئ.
لا اله الاالله محمد رسول الله
حضرت محمدصلي عليه وسلم فرمايلي :  
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذي) 

څوک چي زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي )الله تعالي به هغه سړي دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړي ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .

۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاري اومسلم) 
دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري.

۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )  
څوک چي خپله روزي پراخه او عمر زيات غواړي نو هغه ته ښايي، چي خپلوي ښه وپالي.

۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم). 
که له يوه کس څخه په يوه دښته يا صحرا کي خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم زيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دي .

۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم). 
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي داسي دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کي داسي ثواب لري لکه چي د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي. 

۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة )   غيبت کول تر زنا هم بتره دي. 

۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي.

۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )  
هغه سړي به جنت ته داخل نه شي چي دده  ګاونډيان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.

۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد)   هر شي چي سړي ته نشه راولي حرام دي.

۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي). 
دجنت کلي لمونځ دي او دلمانځه کلي اودس دي.

۱۱- السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) . 
دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښي سبب ګرځي.

۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد) 
بهترين عمل دوستي دپاره دالله(ج)  او دوښمني دپاره دالله(ج)  وي .

۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري مسلم ). 
چا چي دخداي (ج) لپاره جومات جوړ کړ خداي (ج) دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي.

۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم). 
دهرچا پايڅي چي تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به يي دوزخ ته ولاړه شي.

۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد). 
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتي ځکه چي حسد اوبغض دانسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.

۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم) 
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دي.

۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد). 
د ځمکې په مخلوق رحم وکړئ، هغه څوک چې په اسمانونو کې دى پر تاسې به رحم وکړي.

۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)  
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوي په کلمه د لآ اله الاالله .

۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ). 
ستاسي څخه  هيڅ سړي تر  هغي کامل مؤمن نشي کيداي ترڅو  چي زما محبت.

۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاري) . 
په دنيا کي دمسافر او لاري تيريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه.

۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي\' لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله 
دالله تعالي دذکر نه ذيات دچا بنيادم هيڅ عمل دغذاب قبر نه ذيات خالصي ورکونکي نشته.

۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي). 
بهترين دذکر لااله الاالله او بهترين د دُعا الحمدالله دي.

۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة
غَيِره  مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ 

دقيامت په ورځ به دالله تعالي په نزد دقرآن پاک نه ذيات څوک شفاعت کونکي نه وي نه نبي ،نه فرښته او نه نور.

۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم . 
ځما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډير بوټي راجمع کړي رايي وړي بيا زه هغي خلکو ته ورشم چي بي غذره په کورونو کي لمونځ کوي  دهغوي کورونه وسوزوم.

۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\'لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\' لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم) 
اووه کسان دي چي هغوي ته به الله تعالي دخپل (رحمت) سيوري کي په داسي ورځ ځاي ورکړي په کومه ورځ چي به دهغه سيوري نه غير بل  هيڅ سيوري نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چي په ځواني کي دالله تعالي عبادت کوي ۳- هغه څوک چي دهغه زړه جوماتو سره تړلي وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چي يو لمونځ آدا کړي دبل په فکر کي وي) ۴- هغه دوه کسان چي دالله تعالي د رضا لپاره خپل منځ کي محبت وي ،هم په دغي دهغوي يوځاي کيدل وي او هم په دغي د دوي جدايي وي ۵- هغه کس چي يوه ښايسه شريفه ښځه يي خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووايي چي زه دالله تعالي نه ويريږم  ۶- هغه سړي چي پداسي پټه طريقه صدقه ورکړي چي بل لاس تري هم خبر نشي ۷- هغه کس چي دالله تعالي ذکر په تنهايي کي وکړي او اوښکي يي وبهيږي (يا په پټه کي د خپلو ګناوو په يادولو دالله تعالي له ويري وژاړي يا دشوق او محبت له وجي دذکر پر وخت پټ وژاړي).

۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).  
جنت دميندو تر قدمو لاندي دي.

۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذي)   څوک چي پټه خوله شو هغه خلاص شو.

۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ). 
ايمان نشته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي (دايمان  او دينداري نه مراد کامل ايمان دي .

۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي). 
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چي دخپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه شي .

۳۰- ا\'يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم). 
دمنافق دري علامي دي کله چي خبري کوي درواغ وايي او څه وخت چي وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کي خيانت کوي .


۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ). 
زما امت به دقيامت په ورځ په داسي حال کي رابلل کيږي چي د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي.

۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ . 
دداسي بندو لپاره چي په اوداسه کي وچ پاتي شي د وَيل عذاب دي (دپښو ، لاسونو يا بل ځاي کوم بند يا برخه چي په  اوداسه کي وچي پاتي شي ).

۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم) 
دآزمايش په وخت کي دالله پاک عبادت کول داسي فضيلت لري لکه چي زماسره يي يو ځاي هجرت کړي وي.

۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم) 
کوم سړي چي غواړي دقيامت په ورځ الله پاک دي له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چي ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا يي قرض بالکل معاف کړي.

۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي) 
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږي ترڅو هغه جنت ونه رسوي.

۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري). 
الله تعالي د في سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کي سل درجي (منازل) تيار کړي دي ددوه درجو منځ کي فاصله دځمکي او آسمان د فاصلي برابر ده .

۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ
(ترمذي). 

دوه ډوله سترګي دي چي هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړي يو خو هغه چي دالله پاک له ويري ژاړي او دوهم هغه سترګي چي دالله په لاره کي دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي.

۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم). 
کوم مسلمان چي دبل مسلمان لپاره پسي شا (غايب ) دعا کوي دهغه په دعا فرښتي وايي دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وي.

۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي). 
دعلم دطلب لپاره وتونکي تر څو چي بيرته نه وي راغلي هغه به في سبيل الله (دخداي ج دلاري  مسافر) شمارلي شي.

۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړي چي ماته د خپلي ژبي او شرمګاه  د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .


                  

موږاختر نلرو- اخترزموږ له هيوادنه ډير پخوا کډه کړېده !

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی - داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک




داماشوم چي خوله ئي دخنداپر ځاي له ژړاډکه، اومورئي دغم پر پېڅول ناسته ده،دغه تاسو داختر بولی؟

په غمونواوخواريو،ګړېدنواوژړاووکښي دتوروشپوسبا کوونکو،زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو،خويندو اوميندو!

پدې ښه پوهېږم چي موږ اوتاسو ټول يوځاي دپردوپلاس اولمسون لگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو .



که په افغانستان کښي داسلام اوياددموکراسی دټينگېدودشعارترنامه لاندي زورېږو،وژل کېږواوکورونه موپه کنډوالوبدلېږي .اوکه په بهرکي اوسويوه لحظه هم له خپل هيواد، هيوادوالو اوخپلوانوپه هکله ځان ارام نه احساسوو،دهرې ټکې په لوېدوسره(ځانمرگی بريد اويابن اوری ) په بهرکي ميشت افغانن فکرکوي چي داټکه خداي مکړه زماپر کورنه وي لوېدلې . سره لدې چي هغه دښاغلي غفور ليوال خبره چې (( د وژنو، ورانیو اوبدو پېښو پرله پسې خبرونو، تکرار اورېدل موږ افغانانو په دوو معافیتونو واړولو چې اوس را باندې اغیز نه کوي؛ یو داچې د قتلونو دخبرونوپه اوریدو مو عواطف ټکان نه خوري اونه خپه کېږو، اوبله دا چې دغه جنایت په موږ کې عمومیت پیدا کړی دی ،جګړه ماراو جنایتکاران ډاډه شوی ،چې ...)) دافسوس خبره خوداده چي دوژنواوورانيودمسؤليت پر غاړه اخيستل دوي اوس وياړ بولي .خوددې ټول معافيت سره بياهم تراوسه غوڅ اکثريت هيوادوال پدې زورېږي چي ولې زموږ اولس له ددواړو خواوونه يوداسلام اوبل ئې دپرمختگ په نامه دځانمرگی بريدونو اويا هوايي غونډاروپه ارولوسره له خداي ورکړې نعمت (ژوند)څخه بې برخې کوي .

دانږدې لس کاله کېږي چي دپاکستاني چارواکواوجنرالانو اويو شمير نورو گاونډيانوداستخباراتي شبکواو بنسټپالو سياسي ډلوپه لمسون ،دعربی شيخانوپه مالي مرستوله يوې خوا اودبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرو اوخودغرضو ړندو پوځی عملياتوپه پايله کښي له بلې خواهره ورځ دافغان پر کور دوير توره کمبله غوړېدلې و ی .

يوازي پدې ورستيوکلنو کښي داسلام پلوو اودموکراسي پلوو لخواتر ((۷۵۰۰ )) زياتو کورونوته دماشوم ،زلمي ،مور،خور،پلار،کاکا،يانيکه اويا اناجنازه کورته وړل سو ېده .

دنړۍ پر مخ بل داسې هيواد او ولس نشته چې پداسې بې رحمانه ډول دي دبهرنيانواوخپلو تاريخي دښمنانو(ليري اونږدې گاونډيانو) دگټو قربانی وي، همدا افغان غيرتي ملت دی چې دغه ظلم او تېري ته يې اوږه ورکړې او ملا يې نه ماتېږي، هره ورځ د زړه ټوټه د روښانه راتلونکی په اميد دلاسه ورکوي،دهغه جنازه پر اوږودابدي کورپه لور وړي .

افسوس چې دااته دېرش کلنه اوږده توره شپه تراوسه لاسهار نشوه!!!

خدای پوهېږي چې دا دومره اوږده، زړه بوږنوونکې او دردونکې شپه به کله د انسانيت اوحقانيت د لمر دوړانگوپه راڅرگندېدوسره روښانه شي . نه پوهېږم چي کله به ددې بدمرغيو،خواريو اونااميديو تور ټغر دافغان ولس له غولي نه دبدي سوکالي اوبسيانې په لور ټول شي؟

بلې غيرتي مور!

ستامقام تر هرچا اوچت دی .

دټولوغمونوسرۀ چې ستاملايي کړوپه کړيده تربل هرچاستاسره دزړه خواله اوغم شريکي ښه کېږي .

غمځپلي اوکړېدلي مورې!

اوس ليوني هم پدې پوهيږي چې ستا په سترگوکښي اوښکی نورې وچې شوې دي ،دومره دې وژل او اوښکي دې توي کړې چي اوس بايد دريابونه تري جوړ شوی وي ، داچي ددې اوښکو سيلاب او توفان به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله مکاردښمن لاهوکړي نه پوهېږم ،يو خداي پرې خبردی .پدې هکله چې ولې دومره زورېږي اودزورېدونه دي گاونډيان خوند اخلي نه پرې پوهيږم اوهرڅومره فکر کوم عقل مي عاجزپاته شي!

په ټول نړۍ کښي ستا دبې وزلوبچو دزوره ونواوربړونوله امله چيغي اونارې ،سورې دعرش عظيم ترمناروورسېدلې ،خوهلته او دلته دټولو غوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې ،ستااوستادبچو چيغوځمکې اوآسمانونه په لړزه راوستل، ولې ستااو ستا دخاوري کرغېړن اوناولي د ښمنان يې له ځايه ونه ښورول . نه پوهېږم چې دلته ولې دانسان اوبې گناه ماشوم او مور داچيغې اوکوکاري دلوي څښتن په دربارکي دومره بې تاثيره اولاجوابه پاته دی اودنړۍ ددموکراسی اوبشري عدالت دتامين ټېکدارانپرې نه خبرېږي اونه ئي اوري ؟

زورېدلی اوپر ملاکړوپ پلارجانه ،پرېشانه اوحيران پاته وروره ،گرانې اوپتمنې زورېدلې خور !

ممکن دليل يې داوي چي ستاځني نا فهمه اونااهله بچي ياورونه سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړلېدلي خيمې موږی په خپلو لاسونو باسی،دپردوغلامي کوي،داغلام هغه ليوني ته ورته دی چې ټول په سرو سترگودغم پر کمبله ناست،اوژاړې،خو دۍ ورته خاندي ، وايي (( ديوانه زنده خوش است ))،دم غنيمت است .

فکرکوم ستا اوستادخاوری دښمن ستادوطندارپلاس ددې ټولوغمخونوجوگه سوی اوپرتااوستاپرټولوهيوادوالوئي داډول ددوستۍ خوپه عمل کښي لمرغوندي روشانه دښمنۍ پيرزوينې لورولي دي . دوي هيځوک په هيڅ نامه پدې ناورين کښي له منځه نه ځې دا موږ يوچي يومودملهداوبل مو ددهشتگرپه نامه له منځه وړي، ددواړوله خواپر وژل سوی په چقيقت کي شهيد سوي باندي بهرنيان خوشحالي کوي .اوخپل غلام يانوکرته شاباسی وايي .

له غرضونو اومرضونونه ډک بهرنیان خو به هر څه کوي، نوموږ ولې د دوی د لاس ګوډاګیان اونوکران سو؟ ولې يوشمير په وياژ افغان وژنواوهيوادورانيوته ملاتړلې ده ؟ ولي پدې وطن کښي انسان وژنه اودجگړې دوام اسلاميت اوغښتلتيابولي ؟ ولي دهيواد دپرمختگ لاردانسان وژنې او ورانۍ له کوڅوتېره سوې بولې ؟ ولې په موږ فدامني چي دلته هيڅ وخت پردي نه دي راغلي اونه ئي حکومت کړی ؟ان تاريخچه ئي تر ابادمه روسي .مگر دائې هيره سوې چي پردې هيودکوم بهرنيواوزبرځواکوتيري کژي اوخپلوموته درسېدولپاره ئي افغانان قرباني کړي ؟ ترڅوبه موږ داحساساتوډکو افسانوقربانيان کيږو؟ اياموږ لکه دنړۍ نور ولسونه نسوکولاي په سوله ايزه توگه خپل هيواد ودان کړواودلته دټولو لپاره ديوهوسااوبسياژوند شرايط برابرکړو. ولې موږ عربواوعجمونوکران اوسو ؟

لږ تر لږه له ۳۸کالو را په دې خوا ټول له يوه سره هرځاي له دغو ناخوالو اوبدمرغيونه سرټکوي،يوئي پر موږ اوتاسو تاونوي ،وايي دا زموږ گناه ده ،بل ئي پر بېگانه اوزيات ئې پر نږدې اوليري گاونډيانو ياپرهغوچي زموږ په هيوادکي ئې گټي نغښتي دي تاوانه وي. خوداهم دارښتياده چي موږ خپله د خارجیانو د لاس آله یواوهغوي موتل دخپلو گټو اوموخو لپاره دخپل هيواد اوهيوادوالو پر خلاف داسي استعمالوي ته به وايي دپېړۍ دښمني ورسره لري . له بدمرغه زموږ دزيات شمير سياستوالواو دولتي چارواکولپاره ملي گټي ،دهغوي ساتنه يوازي دشعاربڼه لري ،دځاني گټوپه خاطر هر څه قربانوي ،هغه متل دی وايي : ((ديو شپږې لپاره درست پوستين په اورکي اچوي .))

رښتياخوداده ، هر ملت دخپل برخلیک د ټاکلوپه اړوندځانگړې مسؤليتونه لري دهمدې علمي اصل پر بنياد بايد داومنوچي زموږ ملت اوپه ځانگړې توگه هغه سياسي اوټولنيز قوتونه ،سازمانونه اوشخصيتونه ملامت دي کوم چي پدې هکله معين مسؤليتونه لري اوددغو اخلاقي مسولتونوڅخه ځان پر ځانگ باسي ،ځکه چي زموږ دولس غوڅ اکثريت وگړې نالوستي دي،ځکه خوئې هر کس اوناکس په ډېره اسانۍ سره دخپلوموخوسرته رسېدوپه خاطراستعمالولاي سي .

نوپردې ټولوسربېره بياهم راته داخترمباره کي وايي؟

زه فکر نه کوم چي دکومې افغاني کورنۍ دکور دړه دې داخترلخواټکول سوې وي !په کوم منطق داووايوچي افغان ولس اختر لري ،موږ اختر نلرو ،کوم اختر ؟دچا اختر ؟؟؟؟؟

اياداسي کورچاته معلوم دی؟ چې زړه يې دمرگ غشی نه وي زخمي کړۍ ؟ ايادداسي کور پته لري چي هلته څوک وخاندي ؟ ستااويازماپه لېدوئي په سترگوکښي دغم داوښکوډنډونه جوړنشي؟

داسي کورشته چي هلته دفاتحې اوغم کمبله اواره نه وي ؟ فکرکوم نشته . که په يوه ورځ کښې ددواړوخوانه په ښارونو،کليواوبانډوکښي اړودوژ جوړېږي ،اوله پاکستان څخه واسکټ والاراځي اودلته ئي بياپه بمونوله منځه وړي نوپدې اړوډوړ کښي کم تر کمه لس اوکله ،کله تر ۲۰ نفرو قربانېږي اوس ئي تاسو خپله وشمېری اودافغان ولس پر کوروئي تقسيم کړي ،بيانوراته وواياست چي دچاپه کور کي اختر ميلمه سوی او خوښی ئي ورته راوړې ده ؟؟؟؟؟؟

نو اختر خو په فاتحو تيرشو ؟

بلې!

زموږ ولس اختر نلري .

دادنورواختر دی .

دا دنازولواختر دی ، حي خپله دافغانستان په قصرونواوکورنۍ ئي دبهرپه بنگلوکې اوسېږي .

دادليونواختردی .

دادبې خبرو اوبې احساسواختردی .

دادهغواختردی چي انسان او انسانيت ورته هيڅ ارزښت نلري .

افغانستان په وسرو وينوکښي لامبي ،اودوي ورته وايي داختر دي مبارک سه ،دکوم اختر؟

موږ اختر نلرو،کوم اختر ،دچااختر ؟

رښتيا خوداده چي ترډيره به زموږپه کورنيوکېداختردې مبارک دېشه ږغ وانه اورېدل شی .

ترډيره به زموږ پېغلوټې خپل تنکی لاسونه په نکرځو سره نکړی ، اوزلمی به موداخترپه جاموسنگارنشي .

زموږ نه خوښيواواخترونوډير پخوااودډيرې مودې لپاره کډه ئې کړېده، دراتلوپه انتظارموداډير وخت سترگي په لار وچې پاته سوې .

فکرکوم له ازله زموږ دولس په برخه همدا غمونه اوژړاده!

اخترونه او خوښۍ له موږنه بېگانه دي !

که داموږ اوداموله هيواداوهيودوالوسره مينه وي اوپدې بڼه دملي مسوليت احساس کوو،نو داخترونو اوخوښيوسره دډيروخت لپاره بايد مخه ښه وکړو.

حبيب الله غمخور

نبوی ملغلری

ن أبي هريرة (رضي الله عنه)، قَالَ: قَالَ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم: (( مِنْ حُسْنِ إسْلامِ المَرْءِ تَرْكُهُ مَا لا يَعْنِيهِ )).

د حديث تخريج:
دا حديث امام ترمذي (رحمه الله) په خپل سنن، کتاب الزهد، باب: «من حسن اسلام المرء، د حديث نمره ده: ۲۳۱۷
دحديث مفردات:
...حُسْنِ: ښه والی، غوره والی، بهتر ، المَرْءِ: سړې، دلته ترې هدف انسان دی، نارينه وي که ښځينه. تَرْكُهُ: ترک پريښودلو ته وايي، پريښودل د ده دي. يَعْنِيهِ: له اعتناء څخه اخيستل شوی دی، اهميت، ګټې او فائدې ته وايي.

د حديث ژباړه:
ابو هريرة (رضي الله عنه) وايي چې: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: «ديو انسان د اسلام غوره والې او بهتري په دې کې ده چې بې اهميته، (بې ګټې او بې فائدې) شی پريږدي».

د حديث تشريح:
اسلام په دنيا او آخرت کې انسان ته د ګټې د رسولو دين دی، اسلام غواړي چې انسان ته هر اړخيزه ګټه ورسوي، داسې ګټه چې هم ورڅخه په دنيا کې فائده واخلي او هم ترې د اخرت په نه ختميدونکي ژوند کې.
هم دغه لامل دی چې اسلام خپل پيروان د ټولو هغو کارونو څخه منع کوي، کوم چې په دنيا او اخرت کې هغه ته تاوان او زيان رسوي، او د هغوکارونو امر ورته کوي کوم چې ده ته ګټه رسوي.
ډير ځله يو انسان خپل ژوند په بېهوده او بې هدفه کارونو کې مصرفوي، داسې کار سر ته رسوي چې نه يې په دنيا کې څه فايده په لاس ورځي او نه يې په اخرت کې څه ثمره ليدلای شي، بلکه د وخت د ضائع کيدو لامل کيږي، چې د وخت بې ځايه تيرول هم، د انسان لپاره ستر زيان دی، ځکه چې په دنيا کې د ښه کار د تر سره کولو مخه نيسي.
دغه ډول کارونه اسلام په ټوله کې ښه نه ګڼې، يا خو يې له سره حرام کړي دي، او يا داسې دي چې که په ښکاره حرام نه دي نو لدې کبله چې د انسان د وخت د بې ځايه تيريدلو لامل کيږي او د يو انسان د ژوند د اساسي هدف مخه نيسي نو هغه هم ناروا بلل کيږي.د مثال په ډول ځينې د ساعت تيرولو داسې لوبې، ټوکې ټکالې چې د وخت د ضائع کولو پرته نور هيڅ ګټه نه لري، نه جسم ته ګټه رسوي او نه ذهن او روح ته.
له دې برسيره داسې خبرې اترې، يا په داسې مسائلو کې بحث کول چې د عملي ژوند سره تړاؤ نه لري، هم د «ما لا يعني» يا بې هدفه او بې ګټې کارونو په لړۍ کې شميرل کيږي، ځينې خلک د داسې مسائلو په اړه پوښتنې کوي، يا پرې خپل مجلسونه ګرموي چې نه په دنيا کې انسان ته ګټه رسوي او نه په اخرت کې او نه يې د عملی ژوند سره څه سرو کار وي، دغه ډول بحث مباحثه هم شرعا ناروا ده ځکه چې دغه کار د انسان قېمتي وخت ضايع کوي.
دا حديث د يو مسلمان لپاره ستر درس دې چې هغه بايد، ځان په باهدفه کارونو او خبرو کې مشغول کړي، په ځانګړې توګه، اسلام ته بلونکي او د حق د لارې لارويان بايد په داسې کارونو او خبرو کې ځان مشغول نه کړي چې اصلي هدف ترې پاتې شي او بلې خوا ته روان شي.
د حق د لارې دښمنان او انسان شکله شيطانان د تل لپاره کوشش کوي چې حق ته بلونکي د خپل اصلي هدف نه په يوه او بله پلمه واړوي، کله هغوي په يو کار کې مشغولوي او کله په بل کار کې، کله يوه خبره ورمخې ته کړي او کله بله، کله پرې يو تور ولګوي او کله پرې بل، تر څو هغوي د خپل ځان څخه په دفاع کې مشغول او اصلي او اساسي کار ترې پاتې کړي،
دعوتګران بايد دغه کارونو او خبرو ته ځير شي چې نه ښايي ، په بې هدفه کارونو او خبرو، خپل اصلي هدف هير او په بې ګټې کارونو کې مشغول شي، الله تعالې دې مونږ له هر ډول بې ځايه کارونو او خبرو څخه په امان کړي،
آمين.
و صلى الله عليه وسلم

۴۰ احادیث د پښتو ترجمی سره

لا اله الاالله محمد رسول الله

حضرت محمدصلی عليه وسلم فرمايلی :
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذی)
څوک چه زما دامت ددينی ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړی (راټول يا یی ياد کړی او نورو خلکو ته یی ورسوی )الله تعالی به هغه سړی دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړی ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .


۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاری اومسلم)
دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لری.


۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چه خپله روزی ډيره او عمر زيات غواړی نو هغه ته پکار دی چه خپلوی ښه پالی.


۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ ورک شوی وی او هغه پيدا شی نو دغه کس به څومره خوشحاليږی – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږی .


۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم) فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .


۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کی کوښښ کوونکی داسی دی لکه مجاهدين فی سبيل الله او په بل روايت کی داسی ثواب لری لکه چی د ورځی روژه او دشپی عبادت کوی.
دنيا يوسامان دی ددی سامان يوه غوره حصه نيکه دينداره ښځه ده.


۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة ) غیبت کول تر زنا هم بتره دی.


۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة) دسترګو زنا ناروا ته کتل دی.


۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړی به جنت ته داخل نه شی چه دده همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شی.


۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد) هر شی چه سړی ته نشه راولی حرام دی.


۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي).
دجنت کلی لمونځ دی او دلمانځه کلی اودس دی.


-۱۱ السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايی) .
دمسواک وهل خوله پاکوی او دالله (ج) دخوښی سبب ګرځی.


۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستی دپاره دالله(ج) او دوښمنی دپاره دالله(ج) وی .


۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاری مسلم ).
چا چی دخدای (ج) لپاره جومات جوړ کړ خدای (ج) دده لپاره په جنت کی ځای جوړ کړی.


۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
دهرچا پايڅی چه تر بجلکو ښکته وی هغه حصه دبدن به یی دوزخ ته ولاړه شی.


۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتی ځکه چه حسد اوبغض دانسان نيکی داسی خوری لکه اور چی بوټی خوری.


۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دی.


۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
تاسی دځمکی په مخلوق رحم کوی رحم به وکړی پر تاسی هغه (الله ج ) چه دآسمانو خالق دی.


۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوی په کلمه د لآ اله الاالله .


۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسی څخه هيڅ سړی تر هغی کامل مؤمن نشی کيدای ترڅو چه زما محبت تر خپل موراوپلار ،اولاد او تر ټولو خلکو ډير نشی.


۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاری) .
په دنيا کی دمسافر او لاری تيريدونکی په شان ګزاره او ژوندکوه.


۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي' لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله
دالله تعالی دذکر نه ذیات دچا بنیادم هیڅ عمل دغذاب قبر نه ذیات خالصی ورکونکی نشته.


۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذی).
بهترین دذکر لااله الاالله او بهترین د دُعا الحمدالله دی.


۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة
غَيِره مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ
دقیامت په ورځ به دالله تعالی په نزد دقرآن پاک نه ذیات څوک شفاعت کونکی نه وی نه نبی ،نه فرښته او نه نور.


۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم .
ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه وسوزوم.


۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\'لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\' لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم)
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو دالله تعالی له ويری وژاړی يا دشوق او محبت له وجی دذکر پر وخت پټ وژاړی).


۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).
جنت دميندو تر قدمو لاندی دی.


۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذی) څوک چه پټه خوله شو هغه خلاص شو.


۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ).
ايمان نشته هغه چا لره چه امانتداره نه وی او دينداره نه وی هغه څوک چه پر خپله وعده وفا نه کوی (دايمان او دينداری نه مراد کامل ایمان دی .


۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي).
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چه دخپل احسان منت پر بل چا اچوی جنت ته به داخل نه شی .


۳۰- ا'يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم).
دمنافق دری علامی دی کله چه خبری کوی درواغ وایی او څه وخت چه وعده وکړی وفا نه کوی او په امانت کی خیانت کوی .


۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ).
زما امت به دقیامت په ورځ په داسی حال کی رابلل کیږی چه د دوی د اوداسه اندامونه به ځلیدونکی وی.


۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسی بندو لپاره چه په اوداسه کی وچ پاتی شی د وَيل عذاب دی (دپښو ، لاسونو یا بل ځای کوم بند یا برخه چه په اوداسه کی وچه پاتی شی ).


۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم)
دآزمايش په وخت کی دالله پاک عبادت کول داسی فضيلت لری لکه چه زماسره یی یو ځای هجرت کړی وی.


۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی.


۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي)
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږی ترڅو هغه جنت ونه رسوی.


۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري).
الله تعالی د فی سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کی سل درجی (منازل) تيار کړی دی ددوه درجو منځ کی فاصله دځمکی او آسمان د فاصلی برابر ده .


۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ
(ترمذي).
دوه ډوله سترګی دی چه هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړی یو خو هغه چه دالله پاک له ويری ژاړی او دوهم هغه سترګی چه دالله په لاره کی دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږی.


۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم).
کوم مسلمان چه دبل مسلمان لپاره پسی شا (غايب ) دعا کوی دهغه په دعا فرښتی وایی دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وی.


۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي).
دعلم دطلب لپاره وتونکی تر څو چه بيرته نه وی راغلی هغه به فی سبيل الله (دخدای ج دلاری مسافر) شمارلی شی.


۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړی چه ماته د خپلی ژبی او شرمګاه د (حفاظت ) ضمانت راکړی زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .

آداب نشستن در مجلس و همنشين

عن ابنِ عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم « لايُقِيِمَنَّ أحَدُكُمْ رَجُلاً مِنْ مَجْلسهِ ثم يَجْلسُ فِيه ولكِنْ تَوسَعُّوا وتَفَسَّحوا » وَكَان ابنُ عُمَرَ إذا قام َ لهُ رَجُلٌ مِنْ مجْلِسه لَمْ يَجِلسْ فِيه. متفق عليه.

825- از ابن عمر رضی الله عنهما روايت است که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: هيچکدام شما نبايد کسی را از جايش بلند نموده و خود بجايش بنشيند، ولی مجالس خود را فراخ گيريد.

و چون کسی از جايش برای ابن عمر رضی الله عنهما بلند می شد، در آن جای نمی نشست.

826- وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول لله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «إذا قاَم أحَدُكُمْ منْ مَجْلسٍ ثُمَّ رَجَعَ إلَيْهِ فَهُوَ أحَقُّ بِه» رواه مسلم.

826- ابو هريره رضی الله عنه روايت می کند که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: هرگاه يکی از شما از مجلسی برخاست و باز به آنسو آمد، او بدان سزاوار تر است.

827- وعن جابر بنِ سَمُرَةَ رضي اللَّه عنهما قال: « كُنَّا إذَا أَتَيْنَا النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم جَلَسَ أَحَدُنَا حَيْثُ يَنْتَهي». رواه أبو داود. والترمذي وقال: حديث حسن.

827- از جابر رضی الله عنه روايت شده که:

چون يکی از ما به خدمت پيامبر صلی الله عليه وسلم می آمديم، هر کجا را خالی می ديد، می نشست.

828- وعن أبي عبدِ الله سَلْمان الفارِسي رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:«لاَ يَغْتَسِلُ رَجُلٌ يَوْمَ الجُمُعة وَيَتَطهّرُ ما اسْتَطاعَ منْ طُهر وَيدَّهنُ منْ دُهْنِهِ أوْ يَمسُّ مِنْ طيب بَيْته ثُمَّ يَخْرُجُ فَلاَ يُفَرِّقُ بَيْنَ اثْنينْ ثُمَّ يُصَلّي ما كُتِبَ له ُ ثُمَّ يُنْصِتُ إذَا تَكَلَّمَ الإمامُ إلا غُفِرَ لهُ ما بَيْنَهُ وَبَيَْن الجمُعَةِ الأُخْرَى» رواه البخاري.

828- از ابی عبد الله سلمان فارسی رضی الله عنه روايت است که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: هيچ مردی نيست که در روز جمعه غسل نموده و به قدر توانائی خويش پاکی کند و از روغنش روغن مالی نموده يا از خوشبويی موجود در خانه اش استفاده کند، سپس بيرون آمده بين دو نفر جدائی نيفگنده و بعد نماز فريضه را اداء کند و چون امام سخن گويد، سکوت نمايد، مگر اينکه گناهش از اين جمعه تا جمعهء ديگر بخشيده می شود.

829- وعن عمرو بن شُعَيْب عن أبيه عن جده رضي الله عنه أن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «لايحَلُّ لِرَجُل أن يُفَرِّقَ بَيْنَ اثْنيْنِ إلا بإذْنِهِمَا» رواه أبو داود، والترمذي وقال: حديث حسن.

وفي رواية لأبي داود: « لايَجلِسُ بَيْنَ رَجُليْن إلا بإذْنِهمَا ».

829- عمرو بن شعيب از پدرش از جدش روايت نموده که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: روا نيست برای هيچ کس که بين دو نفر جدائی افگند (يعنی ميان آن دو بنشيند) مگر به اجازهء آن دو.

830- وعن حذيفة بن اليمان رضي الله عنه أن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم لَعَنَ مَنْ جَلَسَ وَسَطَ الحَلْقَةَ . رواه أبو داود بإسناد حسن.

وروى الترمذي عن أبي مِجْلزٍ أن رَجُلاً قَعَدَ وَسَطَ حَلقْة فقال حُذَيْفَةُ : مُلْعُونٌ عُلَىَ لِسَانِ مُحَمَّدٍ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم أوْ لَعَنَ الله عَلَى لِسَانِ محُمَدٍ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم مَنْ جَلَسَ وَسَطَ الْحَلْقةِ. قال الترمذي: حديث حسن صحيح .

830- از حذيفه بن يمان رضی الله عنه روايت شده که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم کسی را که در ميان حلقه می نشيند، لعنت نمودند.

و ترمذی از ابو مجلز رضی الله عنه روايت نموده که مردی در وسط حلقه نشست، حذيفه گفت: بر زبان محمد صلی الله عليه وسلم ملعون است يا لعنت نموده خداوند بر زبان محمد صلی الله عليه وسلم کسی را که در وسط حلقه می نشيند.

ش: خطابی گفته است که اين حديث وارد است در مورد کسی که به حلقهء قومی داخل شده از بالای گردنهای شان گذشته در ميان حلقه نشسته و در نهايت مجلس نشيند و لعنت شده بواسطهء آزاری که به ديگران رسانده و مانع ديدن برخی از ديدن برخی ديگر شده است.



831- وعن أبي سعيد الخدريِّ رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول « خَيْرُ الْمَجَالِسِ أوْسَعُهَا » رواه أبو داود بإسناد صحيح على شرطِ البخاري.

831- از ابو سعيد خدری رضی الله عنه روايت شده که:

از رسول الله صلی الله عليه وسلم شنيدم که می فرمود: بهترين مجلس ها فراخترين آنها است.

832- وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «مَنْ جَلَسَ في مَجْلس فَكثُرَ فيهِ لَغطُهُ فقال قَبْلَ أنْ يَقُومَ منْ مجلْسه ذلك: سبْحانَك اللَّهُمّ وبحَمْدكَ أشْهدُ أنْ لا إله إلا أنْت أسْتغْفِركَ وَأتَوبُ إليْك: إلا غُفِرَ لَهُ ماَ كان َ في مجلسه ذلكَ » رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح.

832- ابو هريره رضی الله عنه روايت می کند که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: آنکه در مجلسی بنشيند و سخنش در آن بسيار شود – سخنی که از آن خير آخرت متصور نيست – و قبل از اينکه از اين مجلس برخيزد، بگويد: « سبْحانَك اللَّهُمّ وبحَمْدكَ…» بار خدايا پاکيست ترا و به ثنای تو ترزبانم، گواهی می دهم که معبود برحقی جز تو نيست، از تو آمرزش می طلبم و بسويت توبه گارم، مگر آنکه آنچه در آن مجلس از وی صادر شده (لغزش ها) بخشيده می شود.

833- وعن أبي بَرْزَةَ رضي الله عنه قال: كان رسول صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقولُ بآخرة إذَا أرَادَ أنْ يَقُومَ مِنَ الْمَجِلسِ « سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وبَحَمْدكَ أشْهدُ أنْ لا إلهَ إلا أنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وأتُوبُ إِلَيْكَ » فقال رَجُلٌ يارسول الله إنَّكَ لَتَقُولُ قَوْلاَ مَاكُنْتَ تَقُولُهُ فِيَما مَضَى ؟ قال: «ذلكَ كفَّارَةٌ لِماَ يَكُونُ في الْمجْلِسِ » رواه أبو داود، ورواه الحاكم أبو عبد الله في المستدرك من رواية عائشة رضي الله عنها وقال: صحيح الإسناد.

833- از ابو برزه رضی الله عنه روايت شده که گفت:

رسول الله صلی الله عليه وسلم در آخر عمر و در پايان جلسهء خويش چون می خواست که از مجلسی برخيزد، می گفت: «سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وبَحَمْدكَ أشْهدُ أنْ لا إلهَ إلا أنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وأتُوبُ إِلَيْكَ » (ترجمه اش گذشت).

مردی گفت: تو سخنی می گوئی که در گذشته نمی گفتی.

گفت: اين کفارهء آن چيزی است که در مجلس می باشد.

834- وعن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قَلَّمَا كان رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقوم من مَجْلس حتى يَدعُوَ بهؤلاَءِ الَّدعَوَاتِ « الَّلهمَّ اقْسِم لَنَا مِنْ خَشْيَتِكَ ما تحُولُ بِه بَيْنَنَا وبَينَ مَعٌصَِيتِك، ومن طَاعَتِكَ ماتُبَلِّغُنَا بِه جَنَّتَكَ، ومِنَ اْليَقيٍن ماتُهِوِّنُ بِه عَلَيْنا مَصَائِبَ الدُّنيَا. الَّلهُمَّ مَتِّعْنا بأسْمَاعِناَ، وأبْصَارناَ، وِقُوّتِنا ما أحييْتَنَا، واجْعَلْهُ الوَارِثَ منَّا، وِاجعَل ثَأرَنَا عَلى مَنْ ظَلَمَنَا، وانْصُرْنا عَلى مَنْ عادَانَا، وَلا تَجْعلْ مُِصيَبتَنا في دينَنا، وَلا تَجْعلِ الدُّنْيَا أكبَرَ همِّنا ولا مبلغ عِلْمٍنَا، وَلا تُسَلِّط عَلَيَنَا مَنْ لا يْرْحَمُناَ » رواه الترمذي وقال حديث حسن.

834- از ابن عمر رضی الله عنهما روايت شده که گفت:

بسيار کم بود که رسول الله صلی الله عليه وسلم از مجلسی برخيزد و اين دعا ها را نخواند: « الَّلهمَّ اقْسِم لَنَا مِنْ خَشْيَتِكَ…» بار خدايا برای ما از ترس خويش نصيبی ده که ميان ما و معصيت حائلش گردانی و از طاعتت برای ما بهره ای ده که بدان ما را به بهشت رسانی و از يقين نصيبی ده که بوسيلهء آن مصيبت های دنيا را بر ما سهل گردانی. پروردگارا! ما را از شنوائی ها و بينائی ها و نيروی ما بهره ور کن تا زندهء مان می داری و اين بهره مندی را در ورثهء مان قرار بده، و انتقام ما را از آنکه بر ما ستم روا داشته، بگير و ما را بر آنکه بر ما تجاوز کرده نصرت و ياری ده و مصيبت ما را در دين ما مگردان و دنيا را بزرگترين مقصد و نظرگاه علم ما مگردان و بر ما آن را که ترحم ندارد، چيره مکن.

835- وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم « مَا مِنْ قَوْمٍ يَقومونَ منْ مَجْلسٍ لا يَذكُرُون الله تعالى فيه إلا قَاموا عَنْ مِثلِ جيفَةِ حِمَارٍ وكانَ لَهُمْ حَسْرَةً » رواه أبو داود بإسناد صحيح.

835- ابو هريره رضی الله عنه روايت می کند که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: هيچ گروهی نيست که از مجلسی بر می خيزند که در آن خدا را ياد نمی کنند، جز مانند آنکه گوئی از بالای نعش الاغی برخاسته اند و برای شان حسرت و افسوس است.

836- وعنه عن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « مَا جَلَسَ قَومٌ مَجْلِساً لم يَذْكرُوا الله تَعَالَى فيه ولَم يُصَُّلوا على نَبِيِّهم فيه إلاَّ كانَ عَلَيّهمْ تِرة، فإِنْ شاءَ عَذَّبَهُم، وإنْ شَاءَ غَفَرَ لَهُم » رواه الترمذي وقال حديث حسن.

836- ابو هريره رضی الله عنه روايت می کند که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: هيچ گروهی از مجلسی برنخاستند که خدا را در آن ياد نکردند و در آن بر پيامبر خويش صلی الله عليه وسلم درود نفرستادند، مگر اينکه برای شان نقصی بشمار می رود که اگر خواست، عذابشان می کند و اگر خواست آنها را می آمرزد.

837- وعنه عن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم « مَنْ قعَدَ مَقْعَداً لم يَذْكُرِ الله تعالى فِيهِ كَانَت عليه مِنَ الله ترَة، وَمَن اضطجَعَ مُضْطَجَعاً لايَذْكرُ الله تعالى فيه كَاَنتْ عَليْه مِنَ الله تِرَةٌ َ» رواه أبو داود.

837- ابو هريره رضی الله عنه روايت می کند که:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: آنکه در جايی بنشيند که در آن خدا را ياد نکرده باشد، از جانب خدا بر وی نقصی است و کسی که در جايی بخوابد و خدا را در آن ياد نکرده باشد، از جانب خدا بر وی نقصی است

۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبه

د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه

10ZULHIJAH
الحمد لله وحده، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده ، اما بعد:
ګرانو لوستونکو د الله رب العلمين له طرفه په خپلو بندګانو باندي بي شماره احسنات او انعامات دي؛ د هغه په دغه احساناتو او انعاماتو کې يو دا انعام دى چي د خپلو بندګانو لپاره يي د خپلي بندګې او ډيرو نيکيوو او ثوابونو ګټلو لپاره ځيني خصوصي وختونه پيداکړي، لکه د جمعي ورځ ، د رمضان مياشت ، د عرفي ورځ ، د ليلة القدر شپه او داسي نور…..
بختور انسان هغه څوک دى چي د الله تعالى ددي ورکړى شوو خصوصي وختونو څخه فائده پورته کړي.
ددي غوره  وختونو او موسمونو له جملې څخه يو غوره موسم د ذوالحجي لس ورځي خصوصا نهمه ورځ ده.
په قران او حديث کې ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي، چي ځيني فضائل او مسائل يي په لاندي ډول دي:
پدي ورځو الله تعالى قسم کړى:
(١) الله تعالى د ذوالحجي په اولو لسو شپو قسم کړي، الله تعالى چي په څه قسم وکړي نو هغه ډير لوي او د عزت شى وي لکه په سورة فجر کي راځي :( وَالْفَجْرِ (1) وَلَيَالٍ عَشْرٍ )  د قران کريم په دي ايتونو کي د جمهورو مفسرينو په نزد د (( وليال عشر)) څخه همدغه د ذوالحجي لس شپي مراد دي.
امام المفسرين علامه ابن کثير رحمه الله ويلي: (( وهو الصحيح )) د (( ليال عشر)) په مصداق کې د ذوالحجي لس شپي اخستل تر ټولو صحيح او غوره مصداق ده.
(٢) په دي ورځو کې په ذکر باندي ( خصوصي ) امر راغلى:
الله تعالى فرمايلي : ( ويذكروا اسم الله في أيام معلومات على ما رزقهم من بهيمة الأنعام ) [ الحج:28].
په دي ايت کې د (( ايام معلومات )) څخه د عامو معتبرو مفسرينو په آند همدغه د ذوالحجي اولنۍ لس ورځي مراد دي.
په احاديثو کې هم ددي ورځو ځانګړي فضائل بيان شوي:
(١) عن جابر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :(فضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال : ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب( [ رواه البزار وابن حبان وصححه الألباني].
د جناب جابر بن عبدالله رضي الله عنه نه روايت دى چي رسول الله عليه وسلم فرمايلي: ددنيا بهتريني او غوره ورځي ( همدغه ) لس يعني د ذوالحجي ورځي دي، چا ورڅخه پوښتنه وکړه ددي په شان غوره ورځي د الله د لاري د جهاد ورځي هم نه دي؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل د الله د لاري د جهاد ورځي هم ددي څخه غوره نه دي!! مګر که څوک خپل مخ په خاور خړ کړي ( يعني ځان شهيد کړي).
(٢)عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري].
په دنيا کې ددي ورځو ( د ذوالحجي د اولو لسو ورځو) په شان نوري ورځي نه شته چې الله تعالى ته په کې نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه يارسول الله ! د جهاد في سبيل الله نه هم ( په دي ورځو کي عمل کول ) ډير غوره ده، هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم ددي ( ورځو نيک عمل ته )) نه شي رسيدلى ، مګر هغه مجاهد چي  جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نه وړي ( يعني ځان او مال قربان کړي).
(٣)عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: كُنْتُ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْتُ الْأَعْمَالَ , فَقَالَ: ” مَا مِنْ أَيَّامٍ أَفْضَلَ فِيهِنَّ الْعَمَلُ مِنْ هَذِهِ الْعَشْرِ ” قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ , وَلَا الْجِهَادُ ؟ فَأَكْبَرَهُ , وَقَالَ: ” وَلَا الْجِهَادُ إِلَّا أَنْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ , ثُمَّ تَكُونُ مُهْجَةُ نَفْسِهِ فِيهِ ” [أخرجه الطبرانى كما فى مجمع الزوائد (4/16والطيالسى (1/301 ، رقم 2283) ، وأحمد (2/167 ، رقم 6559) ، وابن أبى عاصم فى الجهاد (2/441 ، رقم 157) .
[ وحسن إسناده الألباني والشعيب الارناووط ].
ابن عمر رضي الله عنه وايي زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وم چې د هغه په حضور کې ځيني عملونه ياد کړل شو، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ددي يعني د ذوالحجي د اولو لسو په شان بل هيڅ داسي غوره او بهترين وخت نشته چې په هغه کې دي نيک عمل دومره ډير ثواب لري!! صحابه کرامو ورته وويل اې د الله رسوله! جهاد هم ددي په شان ثواب نه لري؟ نو رسول الله ددي غوره والى ډير زيات کړ؛ وې فرمايل د جهاد کولو نه هم په دي ورځو کې نيک اعمال غوره دي، مګر که څوک جهاد ته له خپل مال او ځان سره لاړ شي او خپله ساه ( ژوند ) هلته ورکړي( يعني شهيد شي).
ددي ورځو د فضيلت بله وجه دا ده  چي په دي ورځو کي يوه ډيره غوره ورځ راځي چي هغي ته ((  يوم النحر )) يعني د غټ اختر وايي ، د يوم النحر ورځ هم د کال تر ټولو ورځو زياته غوره ورځ ده، په حديث شريف کې راغلي: ( أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القر) دالله په نزد ډيري غوره ورځي د ذوالحجي لسمه ورځ ده بيا د ذوالحجي يوولسمه ورځ ده [رواه أبو داود والنسائي وصححه الألباني)).
ددي ورځو د فضيلت بله وجه داده چي په دي ورځو کې د عرفي ورځ راځي د عرفي د ورځي بي شماره فضائل دي، حديث کې راځي ((صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة )).
د عرفي د ورځي روژه د دوو کلو ګناهونه رژوي يو د تير شوي کال او يو د راتلونکي کال ( دا حديث مسنداحمد او داسي نورو په صحيح سند سره روايت کړى).
دارنګه پدي ورځو کې نور مهم او ډير غټ غټ نيک عملونه کيږي؛ نو په دي وجه غوره ورځي دي .
حافظ ابن حجر په فتح الباري کې ددي متعلق داسي ليکي: ( والذي يظهر أن السبب في امتياز عشر ذي الحجة لمكان اجتماع أمهات العبادة فيه، وهي الصلاة والصيام والصدقة والحج، ولا يتأتى ذلك في غيره).
د ذوالحجي ددي لسو اولنو ورځو د فضليت وجه دا کيدى شي چي په دي کې غټ مرکزي او اصولي عبادتونه راجمعه شوي؛ لکه لمونځ ، روژه، صدقه، حج او داسي نور شو؛ چې دا ټول په يوځل نورو ورځو کې نشي راتلى.
په قران او حديث کې ددي ورځو د فضائلو ذکر کيدلو غرض موږ او تاسي بلکه تمام انسانانيت ته ددي دعوت او ترغيب راکول دي چې په دي ورځو کې ځانګړي نيک اعمال وکړو، د فضيلت او مرتبو څخه فائده پورته کړو، الله ته په اخلاص توبه وکړو، د ګناهونو څخه ځان وساتو، جهاد ، فرض لمونځ په جماعت سره ، د مسلمان سره نيکي ، د کونډو يتيمانانو سره احسان، امر بالمعروف والنهي عن المنکر او نور ګڼ نيک اعمال وکړو تر څو ددي ورځو فضيلت او قدر راڅخه ضائع نشي او ددي عظيمو راغلو ورځو پوره پوره حق اداء کړو.
په دي ورځو کې کوم کوم عملونه کول په کار دي ؟
مخکي په دي خبره ډير دلائل ذکر شو چي په دي ورځو کې (هر) نيک عمل الله ته ډيرخوښ او محبوب ده، البته په دي ورځو کې ځيني لاندينيو ځانګړوعملونو ته ډيره توجه په کارده:
( ١) حج او عمره:
چاته چي الله تعالى وسع او قدرت ورکړى وي  نو هغه ته پکار دي چي په دي لسو ورځو کې حج ته لاړ شي، ددي لسو ورځو يو ځانکړى عمل همدغه حج او عمره کول دي، څوک چي دا دواړه په اخلاص سره وکړي نو الله به په بدله کې جنت ورکړي.
حديث کي راځي: ( العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة) [متفق عليه].
حج مبرو ديته وايي چي په سنت طريقه وکړل شي ؛ هيڅ ريا، شهرت او ګناه پکي ونه شي؛ ورسره ورسره نيک اعمال په کي ډير وکړي.
( ٢) روژه نيول:
ددي ورځو يو ځانګړى عمل روژه نيول دي، روژه هسي هم زيات ثواب لري ؛ د روژي فضيلت په حديث قدسي کې واورئ ، حديث کې راځي چي الله تعالى فرمايي : (كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به) [متفق عليه].
د رسول الله صلى الله عليه وسلم معمول مبارک دا وو چې هغه به ددي مياشتي په النو ورځو کې روژه نيوله، حديث کي راځې: (( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَتِسْعًا مِنْ ذِي الْحِجَّةِ )). يعني نبي کريم صلى الله عليه وسلم به د عاشوري روژه او د ذوالحجي نه ورځي روژه نيوله. _ رواه النسائي والبيهقي بسند صحيح.
په خاصه توګه په  دي ورځو کې يوه ممتازه ورځ د عرفي ورځ ده کومه چې د حج الأكبر ورځ ده، په دي ورځ الله تعالى بندګانو ته ګناهونه معاف کوي، په دي ورځ خپل بندګان د اور څخه ازادوي، ددي ورځي روژه نېول د ډير زيات اجر او ثواب سبب ګرځيږي، حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه رژوي ( معاف کوي).
( صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده) زه د الله نه اميد لرم چې د عرفي په زوژي باندي د مخکيني کال او ورستني کال ګناهونه معاف شي  [رواه مسلم].
(٣) لمونځ کول:
لمونځ خو هغه عبادت دى چي انسان الله ته ورباندي ډيرزيات نزدي کيږي، نو په دي خاطر په دي ورځو کې د فرض لمانځه تر څنګ نور نوافل ډيرول په کار دي.
حديث قدسي کي  راځي:  ( وما يزال عبدي يتقرب إلى بالنوافل حتى أحبه) يو بنده ماته هميشه په نوافلو کولو سره ( د ځان را نزدي کولو) کوشش کوي؛ تر دي چي زه ورسره محبت وکړم ( يعني ور څخه راضي شم). [رواه البخاري].
(٤) تکبيرونه، حمدونه، لااله الاالله او نور ذکر اذکار کول:
د ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ( ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].
نه په دنيا کې تر دې ورځو پر الله عزتمني ورځي شته او نه خو تر دي ورځو زيات په نورو ورځو کې هغه ته نيک عمل دومره خوښ او محبوب ده؛ نو تاسي په دي ورځو کې (( لااله الاالله )) (( الله اکبر)) (( سبحان الله)) ((  الحمدلله)) ډير ډير وايئ.
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې ليکي: كان ابن عمر وأبو هريرة رضي الله عنهما يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناس بتكبيرها.
ابن عمر او ابوهريره به په دي لسو ورځو کې بازار ته وتل؛ په زوره به يي تکبيرونه ويل او خلکو به هم ورسره تکبيرات بدرګه کول .
علامه ابن عابدن په ردالمحتار کې ليکې: قيل لابي حنيفه ينبغي لاهل الکوفةْ أن يكبروا أيام العشر في الاسواق والمساجد قال: نعم.
امام ابو حنيفه رحمه الله ته چا وويل  چي د کوفي  او د نورو علاقو اوسېدونکې په بازارونو او جماتونو کې تکبيرونه ويلى شي ؟ نو هغه ځواب ورکړ هُو ويلى ېي شي!.
د تکبيراتو الفاظ په لاندي ډول دي:
أ‌) الله أكبر. الله أكبر. الله أكبر كبيرأ.
ب‌) الله أكبر. الله أكبر. لا إله إلا الله. والله أكبر. الله أكبر ولله الحمد.
ج‌) الله أكبر. الله أكبر. الله أكبر. لا إله إلا الله. والله أكبر. الله أكبر. الله أكبر ولله الحمد.
(٥) صدقة
په احاديثو کې راغلي: صدقه هغه بهترين عمل ده چي په دي سره د الله تعالى غوسه سړيږي، په دي سره مصيبتونه دفعه کيږي، په دي سره د مرضونوعلاج کيږي.
الله تعالى  هم په صدقه ورکولو باندي ډير ترغيب راکړى: يا أيها الذين آمنوا أنفقوا مما رزقناكم من قبل أن يأتي يوم لا بيع فيه ولا خلة ولا شفاعة والكافرون هم الظالمون. [البقرة:254 ].
(  ٦ ) اختر په ورځ قرباني کول
په دي لسو ورځو کې يو عټ نيک عمل قرباني کول دي، د الله په لاره کي حيوان حلالول يو عظيم عبادت دى، قرباني بايد د الله د رضا او هغه ته نزديکت لپاره وکړله شي،د رياکارۍ او د ځان ښودنې  يا د بل چا د نزديکت  لپاره دي ونه کړل شي، ځکه الله تعالى انسان ته دده د تقوي، پرهيزګاري، اخلاص او جذبي موافق بدله ورکوي
د قرباني وخت :
قرباني د اختر د لمانځه نه ورسته کول په کار دي، که چا د اختر تر لمانځه مخکي قرباني حلاله کړه نو دده قرباني نده شوي لکه حديث کې راځي: (مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ أَنْ يُصَلِّيَ فَلْيُعِدْ مَكَانَهَا أُخْرَى وَمَنْ لَمْ يَذْبَحْ فَلْيَذْبَحْ)
چاکه د اختر تر لمانځه مخکي قرباني وکړه نو هغه دي د هغي پر ځاي بله قرباني حلاله کړي او که چا نوي حلاله کړي نو اوس د اختر د لمانځۀ نه ورسته دي حلاله کړي.  [متفق عليه] .
---------------
ليکوال مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي