۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.



کور مې ښه وران کړه مېړنيه اشنا
د وران کندړو ننداره کومه

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.

ستا له لازمې همکارۍ تشکر
کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.

زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور
تر سلو کالو جګېدلی نه شم.

عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم
ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.

کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل
له وروروژنې خلاصېدلی نه شم.

زما د خولې جلب هم ستا لاس کې دی
په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.

په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه
چې ساه مې وځي خوځېدلی نه شم.

مال او متاع مې ښه ښکاره تسليم کړه
لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.

خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم
که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.

په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا
د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر