۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

د رسول الله g څلویښت حدیثونه:

۱ إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ. (بخاری و مسلم)
دعملو قبليدل د نیت سره تعلق لري.
۲ اَلدِّیْنُ اَلنَّصِیْحَةُ. (مسلم)
دین د خیر غوښتنی نوم دی.
۳ اَمْلِکْ لِسَانَکَ. (ترمذی)
خپله ژبه وساته.
۴ مَنْ صَمَتَ نَجَا. (ترمذی)
څوک چی پټه خوله سو هغه خلاص سو.
۵ اِذَا غَضِبَ اَحَدُکُمْ فَلْیَسْکُتْ. (طبرانی)
ستاسي څخه چي هر څوک غضبناکه سي باید چي پټه خوله سي.
۶ مَنْ غَشَّ فَلَیْسَ مِنَّا (مسلم)
هر چا چي فریب وکړی هغه زموږ څخه نه دی.
۷ اَلْحَیَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الاْیْمَانِ (بخاری و مسلم)
حیا د ایمان یوه شعبه ده.
۸ اَلْغَیْبَةُ اَشَدُّ مِنَ الزِّناَ (مشکوة)
غیبت کول تر زنا هم بد تر دی.
۹ زِنَا الْعَیْنِ الَنَّظَرُ (مشکوة)
د سترګو زنا ناروا کتل دي.
۱۰ لاَ یَدْخُلُ الْجَنَّةُ مَنْ لاَّیَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ (مسلم)
هغه سړی به جنت ته داخل نسي چي دده همسایه ګان دده د زهیريدو څخه محفوظ نه وي.
۱۱ عَذَابُ الْقَبْرِ حَقٌّ (بخاری)
د قبر عذاب حق دی.
۱۲ كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ (ابوداود)
هر شی چي نشه راولي حرام دی.
۱۳ مِفْتَاحُ الْجَنَّةِ اَلصَّلاَةِ وَ مِفْتَاحُ الصَّلاَةِ اَلْوُضُوْءُ (ترمذی)
د جنت کیلي لمونځ دی او د لمانځه کیلي اودس دی.
۱۴ اَلسِّوَاكُ مُطَهِّرَةٌ لِلْفَمِّ وَ مَرْضَاةٌ لِّلرَّبِّ (نسائي)
مسواک وهل د خولي د پاکۍ سبب دی او د الله جل جلاله د رضاء سبب ګرځي.
۱۵ أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِى اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِى اللَّه (ابوداود)
ښه د عملو څخه دا دی چي دوستي هم د الله د پاره وي او دښمني هم د الله د پاره وي.
۱۶ أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا وَأَبْغَضُ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ أَسْوَاقُهَا (مسلم)
ډیر خوښ د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد مسجدونه دي او ناخوښه د ښارو څخه د الله جل جلاله په نزد بازارونه دی.
۱۷ مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلَّهِ تَعَالَى بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِى الْجَنَّةِ (بخاری و مسلم)
هر چا چي د الله جل جلاله د رضاء د پاره مسجد جوړ کړی الله جل جلاله به دده د پاره په جنت کي ځای جوړ کړي.
۱۸ إِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْجُمُعَةِ فَلْيَغْتَسِلْ (بخاری و مسلم)
څه وخت چي یو ستاسي څخه جمعه پیدا کړي باید غسل وکړي (یعني د جمعې په ورځ غسل وکړي).
۱۹ اَلصَّلَوَاتُ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا (مسلم)
د پنځو لمونځو په کولو سره الله جل جلاله ګناهونه بخښي.
۲۰ صَلُّوْا الصَّلاَةَ لِوَقْتِهَا (مسلم)
لمونځ پر خپل ټاکلي وخت باندي آدا کړی.
۲۱ إِذَا سَجَدْتَّ فَضَعْ كَفَّيْكَ وَارْفَعْ مِرْفَقَيْكَ (مسلم)
څه وخت چي تاسي سجده کوی خپل ورغوی (لاسونه) پر مځکه کښيږدئ او خپل بازوګان د مځکي څخه پور ته کړئ.
۲۲ الَّذِى تَفُوتُهُ صَلاَةُ الْعَصْرِ كَأَنَّمَا وُتِرَ أَهْلَهُ وَمَالَهُ (بخاری و مسلم)
د هر چا څخه چي د مازیګر لمونځ قضا سو نو لکه مال او اولاد چي یي برباد سو.
۲۳ مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ (بخاری و مسلم)
هر چا لنګ یا پایڅې چي تر بجلکو کښته وي هغه حصه د بدن به یې دوږخ ته ولاړه سي.
۲۴ لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ (بخاری و مسلم)
ملائکي هغه کور اوخوني ته نه داخلیږي چي په هغه کي سپی یا عکسونه وي.
۲۵ إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كاَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ (ابوداود)
د حسد او بغض څخه تيښته وکړئ ځکه چي حسد اوبغض نیکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
۲۶ لاَ يَدْخُلُ الْجَنّةَ خِبٌ وَلاَ بَخِيْلٌ وَلاَ مَنَّانٌ (ترمذی)
فريب کاره ، بخیل ، او هغه څوک چی د خپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه سي.
۲۷ سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوْقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ (بخاری و مسلم)
مسلمان لره نالائقه وینا لویه ګناه او په ناحقه وژل د کفر سره برابر ده.
۲۸ الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ (بخاری)
کامل مسلمان هغه څوک دی چي د هغه د ژبي او لاس څخه مسلمانان په امن کي وي.
۲۹ لاَ إِيْمَانَ لِمَنْ لاَ أَمَانَةَ لَهُ وَلاَ دِيْنَ لِمَنْ لاَ عَهْدَ لَهُ (بیهقی)
ایمان نسته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او کامل دینداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي. ( د ایمان څخه مراد کامل ایمان دی).
۳۰ آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. (بخاری و مسلم)
د منافق درې علامې دي څه وخت چي خبري کوي درواغ وایي او څه وخت چي وعده وکړي وفا یې نه کوي (وعده خلافي کوي) او په امانت کي خیانت کوي.
۳۱ خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ (بخاری و مسلم)
ستاسي څخه ښه سړی هغه څوک دی چي قرآن شریف زده کړي او نورو ته یي هم ور زده کړي.
۳۲ ارْحَمُوا أَهْلَ الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِى السَّمَاءِ (ترمذی ابوداود)
تاسي رحم کوئ پر هغه چا چي په مځکه کي دي پر تاسي به رحم وکړي هغه (الله) چي په اسمان کي دی.
۳۳ لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ (مسلم)
خپلو مړو لره ( هغه کسانو ته چي مرګ ورته حاضر سي) تلقین ورکوئ په کلمه سره د لااله الا الله محمد رسول الله.
۳۴ لاَ تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا (بخاری)
خپلو مړو ته ښکنځل بد ویل مه کوئ ځکه چي دوی رسیدلی دي هغه ته چي مخکي یې استولي وه ( د خپل عمل جزا ته رسیدلي دي).
۳۵ لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (بخاری و مسلم)
ستاسي څخه هیڅ سړی کامل مؤمن نسي کیدای تر څو چي ده لره زما محبت تر خپل مور، پلار، اولاد او تر ټولو خلګو ډیر نسي.
۳۶ اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ (بخاری)
انسان به د قیامت په ورځ د هغه چا سره ملګری وي چي په دنیا کي یې د هغه سره محبت درلود.
۳۷ كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ، أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ (بخاری)
په دنیا کی د مسافر او د لاري تیریدونکي په شان ګذاره کوه.
۳۸ اَلجَنّةْ تَحْتَ اقْداَمِ الْاُمَّهاَتِ (مسلم)
جنت د میندو تر قدمو لاندي دی.
۳۹ يُسَلِّمُ الصَّغِيرُ عَلَى الْكَبِيرِ وَالْمَارُّ عَلَى الْقَاعِدِ وَالْقَلِيلُ عَلَى الْكَثِيرِ (بخاری)
سلام دي وایی کشر و مشر ته او تلونکی (روان) و ناست ته او لږ کسان و ډیرو ته.
۴۰ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَنْظُرُ إِلَى أَجْسَادِكُمْ وَلاَ إِلَى صُوَرِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ (مسلم)
ترجمه: الله تبارک و تعالی ستاسي صورتو او مالو ته نه ګوري بلکي الله تعالی ستاسي زړو او عملو ته ګوري.

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

د یوويشتمې پېړۍ افغان غوره مفکر شخصيت

د امـريکا د بیوګرافیو څېړنيز انستيتوت (ABI - American Biographical Institute)، چې د امريکا په (North Caroline) ايالت کې موقعيت لري، د څېړنو پر بنسټ یې يو افغان ډاکټر د يوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت ټاکلی دی او د نړيوال سفير لقب يې ور کړی. دغه افغان ډاکټر چې سيدنصيراحمد نومېږي؛ پروسږ کال یې د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافيو د څېړنيز مرکز لخوا د نړۍ د غوره څانګپوه ډاکټر لقب ترلاسه کړی ؤ، چې يو د سپينو زرو مېډال يې هم ورته ورکړی دی. دا دی سږ کال د امريکا د بیوګرافیو د انستيتوت لخوا د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت په نامه ونومول شو. د یادولو ده چې د ګامبيا جمهور رئيس يحیی جامع، د پاکستان فقيدې صدراعظمې بې نظېر بوتو او ګڼشمېر نورو سياسي ليډرانو هم د امريکا د بیوګرافیو د څېړنيز انستيتوت (ABI American Biographical Institute) لخوا د (ABI awards) لقبونه تر لاسه کړي دي.

د دغه لقب تر څنګ به يو د سروزرو مېډال هم ورکول کېږي او سږ کال (۲۰۱۱) به د نړۍ د نورو غوره اشخاصو تر څنګ د دغه افغان نوم هم د نړيوالو پوهانو او غوره اشخاصو د بيوګرافيو په کتاب کې خپور شي. چې د نړۍ په غوره کتابتونونو کې به ځای پر ځای شي تر څو د دغه اشخاصو په اړه هر اړخيزې څېړنې تر سره شي. د بېلابېلو مملکتونو د کانګرس او يا پارلمان په کتابتونونو کې به هم دغه د بيوګرافي کتابونه د څېړنو لپاره وړاندې شي، چې د دغه غوره اشخاصو د ژوند او کړو وړو په اړه سياستوال او پوهان هم اړين مالومات تر لاسه کړي.
ما د دې لپاره، چې خپلو هېوادوالو ته د دغه افغاني کارپوه په اړه مالومات ورکړي وي، له ډاکټر سيدنصيراحمد سره مې يوه مرکه تر سره کړې، چې ستاسو پام هم ورته را اړوم.
پوښتنه: ښاغلی ډاکټر صيب!
تاسو پروسږ کال د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافیو د نړيوال مرکز (IBC – International Biographical Centre) لخوا د ۲۰۱۰ ميلادي کال غوره څانګپوه ډاکټر ونومول شوی؛ موږ ستاسو په دغه بري او په نړيواله کچه د افغانانو د نيکنامۍ په اړه ټول ډېر خوشاله شولو او د هر افغان لپاره د وياړ ځای دی چې تاسو غوندې يو ډاکټر لرو. دا چې تاسو يو ډاکټر ياست او د دغه نړيوال څېړنيز مرکز څخه د غوره ډاکټر يا څانګپوه په نامه ياد شوي ياست، موږ ته هم د منلو او وياړ وړ ده، مګر دا څه پېښه ده، چې د امريکا د بيوګرافيو څېړنيز انستيتوت تاسو ته د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر او نړيوال سفير لقب درکړی؟ آیا تاسو په ټولنيزو هڅو او يا فلسفوي بحثونو کې هم فعال ياست، چې د يو غوره مفکر لقب مو تر لاسه کړی او يا سياسي هلې ځلې کوی، چې د نړيوال سفير نومونه مو تر لاسه کړي دي؟
ځواب: ګرانه! يو کس کولای شي په ډېرو برخو کې خپل شخصيت ته وده ورکړي. زه د افغاني کلتور او ادب په برخه کې فعاله ونډه لرم، خو بيا هم زه دقيق نه پوهېږم، مګر دومره ويل شم، چې زه په نړيواله کچه نه یوازې د افغانانو بلکې د پرديو په منځ کې هم په ټولنيزو هلوځلو بوخت يم او په ډېرو پوهنيزو، ادبي او ټولنيزو غونډو کې ګډون کوم. په ګڼشمېر غونډو کې د نړۍ د بېلابېلو سيمو سياستوال، ټولنپوهان، ژورناليستان او ګڼشمېر نور پوهان ګډون کوي، نو هرومرو له خلکو سره خبرې او یا هم خلکو ته څه ويل د انسان په ژوند کې يو اغېز درلودلی شي او د نورو څېړنيزو مرکزونو پام ورته اړول کېږي.
د افغانستان د وروستيو لسو کلونو په اړه ما د جګړې ضد دريځ خپل کړی او خپل نظريات مې په ليکلې بڼه د نړۍ تر واکمنو او ملګرو ملتونو رسولي دي. په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې مو له نورو سوله ملو ټولنيزو بهيرونو، خوځښتونو او ټولنو سره يو ځای د امريکايي تيري پر ضد په آمستردام او بيا د اروپا په بېلابېلو مملکتونو کې د جنګ ضد پلاتفورم جوړ کړ او د جنګ ضد پراخې مظاهرې وشوې، چې د نړۍ په کچه يې خپل اغېز پرېښود. پر عراق د امريکايي يرغل پر ضد هم دغه مظاهرې د نړۍ په کچه جوړې شوې وې، چې ما له خپلې وسې سره سم د جنګ ضد پلاتفورم جوړولو کې ونډه اخيستې ده.
بايد ياده کړم، چې د يو مفکر او ټولنپوه وسله قلم او د هغه مفکوره ده، چې نورو ته يې په ليکلې بڼه ور رسوي. ما هم په ټولنيز ژوند کې د قلم په مرسته خپل نظريات په بېلابېلو ژبو ليکلي دي، چې قضاوت به يې بيا لوستونکي کوي او په ضمن کې مې د اروپا د ختيځ پوهنې له انستيتوتونو، ژورناليستيکو مرجعو او ټولنيزو بهيرونوسره هم په ځينو پوهنيزو غونډو کې کار کړی. د کمبرېج د ټولنيزو څېړنو د مرکز لخوا راته د (د نړیوال هنر، ساينس او کلتور) د دېرشمې کليزې د نړيوال سيمينار؛ چې د امریکا د نيويورک په ښار کې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای کې داير شو، د سيمينار د مشر مسؤليت راکړلی ؤ، خو د بده مرغه د خپلې مسلکي بوختيا له کبله ما ونشوای کولای دغه غونډې ته ورشم.
پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو خو يو طبي ډاکټر ياست، نو له ټولنيزو ليکنو سره مو ولې مينه پيدا شوې او که د افغانستان د وروستيو څو لسيزو پېښو تاسو هم په سياسي بړبوکۍ کې لاهو کړي ياست؟
ځواب: دا سمه ده چې زه يو روغتيايي کارکونکی يم، مګر هر ډاکټر په ذات کې يو ټولنپوه، روانپوه او اروا پوه هم دی او د انسانانو د روحياتو پټ اړخونه هم ورته مالوم وي. له بل پلوه که يو ډاکټر يو ناروغ تداوي کوي، نو د سم ټولنيز فعاليت پر بنسټ کولای شي د ټولنې يوه لويه برخه درمل کړي، چې په ټولنيز ژوند کې به يې اغېز ليا هم پياوړی وي. تاسو ته څرګنده ده، چې لکه يو ډاکټر يو څانګپوه نه تنها د يو شخص په درملنه بوخت وي، د خپلې مسلکي پوهې پر بنسټ کولی شي ټولنيزې پېښې هم وسپړي، وڅېړي او يا يې هم د ليکنې په بڼه نورو هېوادوالو ته توضيح کړي. له بلې خوا يو انسان ټولنيز موجود دی او ټولنه هم د انسانانو مجموعه ده، نو د انسانانو تداوي د ډاکټر فرض دی. د افغانستان له وروستيو څو لسيزو څخه زه هم لکه نور افغانان اغیزمن شوی يم، نو زما په ليکنو کې هم د افغاني ټولنې د ناخوالو څرک په زغرده ليدل کېږي.
پوښتنه: ما ته په زړه پورې ده، چې پرته له دغو مېډالونو او نومونو مو کومه بله ډالۍ يا لقب هم تر لاسه کړی؟ که به دې اړه لږ مالومات راکړی، نو په زړه پورې به وي؟
ځواب: په ښوونځي کې شوخ وم، مګر سبق مې لوست، خو د ښوونځي په بهير کې نه پلار او نه هم کوم بل چاراته ډالۍ راکړې، پرته له يوې خټينې کوترې، چې پلار مې د قرآن اعظيم الشان د تلاوت په اړه راته ډالۍ کړې وه. تر ننه مې هغه پېښه په ياد ده. د ښوونځي په پای کې د حبيبيې په لېسه کې وم، هغه مهال يې ځوانان په وچ زور عسکري ته لېږل، چې زه هم له عسکري نه د خلاصيدو او پوهنتون ته د تلو له اندېښنو سره لاس او ګرېوان وم. د حبيبيې لېسې نه له فراغته وروسته مې د کانکور آزموينه تېره کړه، چې د کابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالی شوم او د لومړي درسي کال په بهير کې د بېلاروسيې هېواد ته د زده کړو لپاره واستول شوم. په ښوونځي کې مې هم کوم ځانګړی برياليتوب نه درلود، چې کومه جايزه يا ډالۍ مې تر لاسه کړې وای، خو د ښوونځي په لومړي او دويم ټولګي کې مې د روسانو په يو ښوونځي کې چې د جوزجان په ولايت د شبرغان په ښار کې ؤ، له روسي متعلمينو سره مې لېده کاته شوي، چې روسي ښوونکيو راته هغه مهال د قلمونو يوه ګېډۍ او کتابچې ډالۍ کړې وې.
په بېلاروسيه کې د طب پوهنځي د څلورم کال محصل وم، د روسيي او بېلاروسېې د محصلينو په يوه پوهنيزه سيالۍ کې مې ګډون وکړ، په هغه سيالۍ کې مې د يو څو نغدو روپيو جايزه تر لاسه کړه. ماته ډېره په زړه پورې سيالۍ وه او يو د وياړ ځانکړی احساس راته پېدا شوی ؤ. دکميسيون غړو چې وليدم، نو راته خندل يې او ويې ويل: نومرې دې لوړې وې، مګر په روسي ژبه کې دې تېروتنې کړې وې. موږ نه پوهېدو چې د افغانستان يې، موږ ګومان کاوه، چې د شوروي اتحاد له آسيايي جمهوريتونو څخه راغلی يې، ځکه مو د روسي ژبې په برخه کې ستا نه توقوع ډېره وه، خو اوس پوه شولو چې ته په دغه سيالۍ کې يوازينی بهرنی يې. مګر بيا يې هم ډېر وستايلم. بايد ياده کړم، چې د آزموينې په پاڼه مو د خپل نامه د ليکلو اجازه نه درلوده او یوه شمېره مو پر پاڼه ليکلې وه، چې دبل کميسيون لخوا راکړل شوې وه.
د نيدرلند د آمستردام د مرکزي اکادميک روغتون لخوا يوه ګړۍ او يوه کامره را ته ډالۍ شوي دي او د نيدرلند د دينهاګ په مرکزي روغتون کې مې دوه کاله کار وکړ، چې د دغه روغتون د جراحي سروېس لخوا راته د سروزرو د چاړې (DE GOUDEN BISTOURI) سېرتيفيکېټ راکړل شو. دغه ډول سېرتيفيکېټ ځانګړو جراحانو ته ورکول کېږي. د دينهاګ د ادارې لخوا ما ته هم دا ډول يوه چاړه له سيرتيفيکېټ سره راکړل شوې ده، چې ما ته لکه يو جراح تر ټولو ډاليو او نومونو غوره ډالۍ ده.
پوښتنه: ډاکټر صيب ما ستاسو ځينې ټولنيزې ليکنې لوستې دي، چې ستاسو په ليکنو کې يو ځانګړی سبک ليدل کېږي، نو را ته په زړه پورې ده، چې تاسو د چا له سبکه پيروي کوی او که ستاسو ليکنې خپل اړخ لري؟
ځواب: زه د کوم بل ليکوال پېښې نه کړم او په ليکنو کې هم له بل چا تقليد کول سم نه ګڼم. خو خپل ځانګړی سبک هم نه لرم، بيا هم زما ليکنې په يوه لنډه مقدمه پيلېږي، بيا موضوع سپړل کېږي او د ليکنې پايله پکې وي، نوکېدای شي په ټولنيزو ليکنو کې ډېر ټولنيز شيان او ټولنيزې پېښې بيان شي او په ليکنو کې د متلونو او د نامتو اشخاصو خبرې هم کاروم. په ساينسي يا روغتيايي ليکنو کې ليکنې د يوې منل شوې اډانې په بڼه ليکل کېږي، چې مقدمه، احصاييه، پرېکړه، لمنليک او اخستليک يې غوره برخې ګڼل کېږي، چې روغتيايي او ساينسي ليکنې بيا په بشپړه توګه خپرېږي.
پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو د ټولنيزو علومو په برخه کې لوست کړی او يا مو پخپله په دې برخه کې هلې ځلې کړې دي، نو ستاسو د ټولنيزو ليکنو انګېزه څه ده؟
ځواب: ما د تحصيل په دوره کې له ټولنيزو علومو، په تېره بيا تيولوژي، ټولنيز دياليکتيک او تاريخي فلسفې سره ډېره مينه درلودله او په دې برخه کې مې ډېره مطالعه کوله. د (دوکتورا) د پروګرام د تر سره کولو لپاره مې د يو کال په بهير کې فلسفه هم لوستې، چې د انتيک فلسفه، ديني او مذهبي فلسفې شاليد او د رېنيسانس اغېز په منځنيو پېړيو کې او د اتلسمې پېړۍ نه وروسته د لوېديزې فلسفې ټولنيز، کلتوري او سياسي بهير يې غوره برخې وې. بايد ياده کړم چې د فلسفې دغو زده کړو زما د ټولنيزې پوهې او د ذهن په وده کې غوره رول لوبولی او د ټولنيز پوهاوي په برخه کې يې ډېره مرسته راسره کړې ده. زما د ټولنيزو او ادبي فعاليتونو انګېزه د افغانستان په ناخوالو کې نغښتې ده، چې زموږ د هېواد بدمرغيو هم زه دې ته هڅولی يم، چې ټولنيز فعاليت وکړم او ټولنيزې ليکنې د افغاني ناخوالو په اړه ولیکم.
ښاغلی ډاکټر صيب! دا د وياړ ځای دی، چې زموږ يو هېوادوال د نړۍ په کچه د امريکا د يو څېړنيز انستيتوت لخوا د (يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت او د نړيوال سفير) په نامه نومول کېږي او موږ ټول ستاسو په نومونه او ستاسو په ټولنيزو هڅو فخر کوو. د دې تمه لرو چې نور افغانان هم په نړۍ کې بريالي شي او خپلو هېوادوالو ته وياړونه ورپه برخه کړي. په پای کې که خپلو هېوادوالو ته څه ويل غواړی، ډېر به خوشاله شم.
ګرانه وروره! زه خو ځان يو عادي افغان ګڼم، نو زه به څه ووايم، خو د افغانستان په اړه د ټولو زړونه خوړين دي. په دې اړه به درنو افغانانو ته يو سپارښت وکړم، چې درنو هېوادوالو! نن سبا افغانستان د يوې نوې تاريخي آزموينې په درشل کې دی، ځکه چې د وروستيو لسو کلونو په بهير کې لوېديزوالو ونشوای کولای، چې د افغانستان غيور خلک اېل کړي، خو د دې تر څنګ د دې ګواښ هم موجود دی، چې د لوېديزوالو له تېښتې وروسته بيا افغانستان په «من و تو!» و نه وېشل شي او خپلمنځي جګړې رامنځ ته نه شي. د دغه بدمرغي د مخنيوي لپاره بايد خلک يو موټی شي او د افغان تر نامه لاندې د افغانستان هويت وساتي او لکه وروڼه د دغه ځپل شوي او وېجاړ افغانستان په بيا رغاونه کې مټې راونغاړي او يو سمسور افغانستان جوړ کړي.
ښاغلی ډاکټر صيب ستاسو نه يوه نړۍ مننه چې زما سره مو دغه مالومات شريک کړ او په زړه پورې مالومات مو د خپلو ټولنيزو هڅو په اړه موږ ته څرګند کړل.
ستاسو نه هم مننه چې ما ته مو د دغو خبرو د توضيح کولو زمينه برابره کړه، کور مو ودان. د ټولو افغانانو د نېکمرغي او بري په هيله. وسلام.
یادونه: هغه رسنۍ (ټلویزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې او ویبپاڼې) چې غواړي له ډاکټر صاحب سره خپله مرکې وکړي، هغه نن کابل ته تللی تر څو له خپلې کورنۍ سره د روژې مبارکه میاشت او اختر تېر کړي، دوی کولای شي د ۰۰۹۳۷۸۷۳۵۰۳۴۰ او ۰۰۹۳۷۸۷۸۶۰۰۶۱ ټیلیفونونو له لارې دهغې سره مرکې تنظیم کړي.

حسد او کينه

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
بعضي کسان داسي وي چي له يوچاڅخه ديوه نعمت دختميدوآرزوانسان کوي چي کاشکي له فلاني څخه دافلانۍ نعمت ختم شي، ديوچاښيګړه اوفائدې ته په ښه نظرنه ګوري،په ځانګړي ډول چي کله خپلوان،دوستان اوهم کسبه خلګ په ښه حالت اوراحت کي ويني نوزړه ئې تاوکوي،اوداغواړي چي له دوئ څخه ددوئ داښه حالت واخيستل شي اوماته راکړل شي.
دې بدعادت ته حسداوددې فاعل (کوونکي) ته حاسدويل کيږي.حسدکوونکئ ډيربدوي ځکه دی دخلګوتباهي اوبربادي غواړي،دخپل ځان دښيګړي لپاره کوشش نه کوي ځکه دی شپه اوورځ دنورودبربادئ په سوچ کي اوسي نه داچي دځان لپاره څه وکړي،ده ته داموقع نه وي چي دځان دترقئ لپاره څه سوچ وکړي،لدې امله حاسدډيرسست
اوکاهل وي چي داسستئ دی دالله پاک له نعمتونوڅخه محروموي،کله چي دی دخپلي بدعملئ له امله له نعمتونواوبرياليتوبونوڅخه محروم شي نودنوروپه خوشحاليوئې زړه سوځي اودځان په څيردهغوئ لپاره هم دبربادئ
اميداوآرزوکوي،کله دهغوئ په ښکاره غيبت،چغلګري،ناحق شکايتونه کوي اوکله ورباندي بې ځايه تهمتونه لګوي،اودهرډول تاوان دوررسيدوپه هيله ناست وي،درسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارکه زمانه کي الله پاک په
مسلمانانوځانګړي انعامونه وکړل چي يوله هغوڅخه دايمان اوقرآن ورکول وو،لدې امله يهوديانواونصاراؤ له مسلمانانوسره حسداوکينه شروع کړه،لکه په قرآن کريم کي چي الله پاک فرمائلي دي:ام يحسدون الناس علی ماآتاهم من فضله ؛(النساء)آيادوئ له خلګو(ايمان والاوو)سره حسداوکينه کوي په هغه څه چي الله دوئ ته ورکړيدي.
په بل ځای کي فرمايي:
ودّکثيرمن اهل الکتاب لويردونکم من بعدايمانکم کفاراحسدامن عندانفسهم (البقرة)
ترجمه:غواړي(دارمان په ډول سره)ډيرله کتاب والاووڅخه(يهوداونصاری)چي تاسوله ايمانه وروسته کفرته واړوي،دحسدله امله چي ددوئ په نفسونوکي دی .
نودغه حسداوکينه ديهوديانواونصرانيانوعادت دی مسلمان بايدددوی عادت په ځان کي رانه ولي اوبايددمسلمان لپاره خوشحالي اوفايده ځوښه کړي .
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اياکم والحسدفان الحسديأکل الحسنات کماتأکل النارالحطب اوالعشب (رواه ابوداود)
ځان ساتئ له کينې څخه ځکه کينه نېکۍ داسي خوري لکه څنگه چي اورلرگي خوري(يايې داسي وويل :لکه څنگه چي اورواښه خوري)
نوداډېره دتاوان اوافسوزخبره ده چي سړی نيک عملونه هم وکړي خوبياهغه بېرته بربادکړي. دحسداوکينې يوتاوان داهم دی چي کينه گرسړی هروخت کي په عذاب اوتکليف باندي اخته وي،که بل څوک خوشحاله وويني نودی خفه دی داهم دده لپاره دده ددې عادت سزاده چي په دنياکي ورته رسيږي.
الله پاک دي موزړونه له داسي مرضونوڅخه خلاص کړي وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه ومن تبعه الی
يوم الدين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبه

11/11/11 11:11:11:11

زړورزورورورورورورورورورورورورود ته راوان کره

11/11/11 11:11:11:11
د پورته چملی مفهوم په ځرګنده توګه ولیکئ؟؟؟؟؟

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.



کور مې ښه وران کړه مېړنيه اشنا
د وران کندړو ننداره کومه

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.

ستا له لازمې همکارۍ تشکر
کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.

زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور
تر سلو کالو جګېدلی نه شم.

عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم
ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.

کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل
له وروروژنې خلاصېدلی نه شم.

زما د خولې جلب هم ستا لاس کې دی
په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.

په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه
چې ساه مې وځي خوځېدلی نه شم.

مال او متاع مې ښه ښکاره تسليم کړه
لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.

خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم
که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.

په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا
د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.

ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.




درسول الله صلي الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه



درسول الله صلي الله عليه وسلم  څلوېښت حديثونه

 
ګرانو ورونو، د نبي (ع) په مبارکو احاديثو کې د څلوېښتو احاديثو د يادولو ډېر اجرونه په سترګو کيږي. هيله ده لاندې څلوېښت احاديث ياد کړئ او دواړو جهانونو برياليتوبونه تر لاسه کړئ.
لا اله الاالله محمد رسول الله
حضرت محمدصلي عليه وسلم فرمايلي :  
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذي) 

څوک چي زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي )الله تعالي به هغه سړي دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړي ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .

۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاري اومسلم) 
دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري.

۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )  
څوک چي خپله روزي پراخه او عمر زيات غواړي نو هغه ته ښايي، چي خپلوي ښه وپالي.

۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم). 
که له يوه کس څخه په يوه دښته يا صحرا کي خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم زيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دي .

۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم). 
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي داسي دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کي داسي ثواب لري لکه چي د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي. 

۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة )   غيبت کول تر زنا هم بتره دي. 

۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي.

۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )  
هغه سړي به جنت ته داخل نه شي چي دده  ګاونډيان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.

۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد)   هر شي چي سړي ته نشه راولي حرام دي.

۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي). 
دجنت کلي لمونځ دي او دلمانځه کلي اودس دي.

۱۱- السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) . 
دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښي سبب ګرځي.

۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد) 
بهترين عمل دوستي دپاره دالله(ج)  او دوښمني دپاره دالله(ج)  وي .

۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري مسلم ). 
چا چي دخداي (ج) لپاره جومات جوړ کړ خداي (ج) دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي.

۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم). 
دهرچا پايڅي چي تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به يي دوزخ ته ولاړه شي.

۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد). 
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتي ځکه چي حسد اوبغض دانسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.

۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم) 
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دي.

۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد). 
د ځمکې په مخلوق رحم وکړئ، هغه څوک چې په اسمانونو کې دى پر تاسې به رحم وکړي.

۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)  
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوي په کلمه د لآ اله الاالله .

۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ). 
ستاسي څخه  هيڅ سړي تر  هغي کامل مؤمن نشي کيداي ترڅو  چي زما محبت.

۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاري) . 
په دنيا کي دمسافر او لاري تيريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه.

۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي\' لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله 
دالله تعالي دذکر نه ذيات دچا بنيادم هيڅ عمل دغذاب قبر نه ذيات خالصي ورکونکي نشته.

۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي). 
بهترين دذکر لااله الاالله او بهترين د دُعا الحمدالله دي.

۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة
غَيِره  مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ 

دقيامت په ورځ به دالله تعالي په نزد دقرآن پاک نه ذيات څوک شفاعت کونکي نه وي نه نبي ،نه فرښته او نه نور.

۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم . 
ځما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډير بوټي راجمع کړي رايي وړي بيا زه هغي خلکو ته ورشم چي بي غذره په کورونو کي لمونځ کوي  دهغوي کورونه وسوزوم.

۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\'لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\' لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم) 
اووه کسان دي چي هغوي ته به الله تعالي دخپل (رحمت) سيوري کي په داسي ورځ ځاي ورکړي په کومه ورځ چي به دهغه سيوري نه غير بل  هيڅ سيوري نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چي په ځواني کي دالله تعالي عبادت کوي ۳- هغه څوک چي دهغه زړه جوماتو سره تړلي وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چي يو لمونځ آدا کړي دبل په فکر کي وي) ۴- هغه دوه کسان چي دالله تعالي د رضا لپاره خپل منځ کي محبت وي ،هم په دغي دهغوي يوځاي کيدل وي او هم په دغي د دوي جدايي وي ۵- هغه کس چي يوه ښايسه شريفه ښځه يي خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووايي چي زه دالله تعالي نه ويريږم  ۶- هغه سړي چي پداسي پټه طريقه صدقه ورکړي چي بل لاس تري هم خبر نشي ۷- هغه کس چي دالله تعالي ذکر په تنهايي کي وکړي او اوښکي يي وبهيږي (يا په پټه کي د خپلو ګناوو په يادولو دالله تعالي له ويري وژاړي يا دشوق او محبت له وجي دذکر پر وخت پټ وژاړي).

۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).  
جنت دميندو تر قدمو لاندي دي.

۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذي)   څوک چي پټه خوله شو هغه خلاص شو.

۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ). 
ايمان نشته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي (دايمان  او دينداري نه مراد کامل ايمان دي .

۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي). 
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چي دخپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه شي .

۳۰- ا\'يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم). 
دمنافق دري علامي دي کله چي خبري کوي درواغ وايي او څه وخت چي وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کي خيانت کوي .


۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ). 
زما امت به دقيامت په ورځ په داسي حال کي رابلل کيږي چي د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي.

۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ . 
دداسي بندو لپاره چي په اوداسه کي وچ پاتي شي د وَيل عذاب دي (دپښو ، لاسونو يا بل ځاي کوم بند يا برخه چي په  اوداسه کي وچي پاتي شي ).

۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم) 
دآزمايش په وخت کي دالله پاک عبادت کول داسي فضيلت لري لکه چي زماسره يي يو ځاي هجرت کړي وي.

۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم) 
کوم سړي چي غواړي دقيامت په ورځ الله پاک دي له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چي ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا يي قرض بالکل معاف کړي.

۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي) 
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږي ترڅو هغه جنت ونه رسوي.

۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري). 
الله تعالي د في سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کي سل درجي (منازل) تيار کړي دي ددوه درجو منځ کي فاصله دځمکي او آسمان د فاصلي برابر ده .

۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ
(ترمذي). 

دوه ډوله سترګي دي چي هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړي يو خو هغه چي دالله پاک له ويري ژاړي او دوهم هغه سترګي چي دالله په لاره کي دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي.

۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم). 
کوم مسلمان چي دبل مسلمان لپاره پسي شا (غايب ) دعا کوي دهغه په دعا فرښتي وايي دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وي.

۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي). 
دعلم دطلب لپاره وتونکي تر څو چي بيرته نه وي راغلي هغه به في سبيل الله (دخداي ج دلاري  مسافر) شمارلي شي.

۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړي چي ماته د خپلي ژبي او شرمګاه  د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .