۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

حسد او کينه

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
بعضي کسان داسي وي چي له يوچاڅخه ديوه نعمت دختميدوآرزوانسان کوي چي کاشکي له فلاني څخه دافلانۍ نعمت ختم شي، ديوچاښيګړه اوفائدې ته په ښه نظرنه ګوري،په ځانګړي ډول چي کله خپلوان،دوستان اوهم کسبه خلګ په ښه حالت اوراحت کي ويني نوزړه ئې تاوکوي،اوداغواړي چي له دوئ څخه ددوئ داښه حالت واخيستل شي اوماته راکړل شي.
دې بدعادت ته حسداوددې فاعل (کوونکي) ته حاسدويل کيږي.حسدکوونکئ ډيربدوي ځکه دی دخلګوتباهي اوبربادي غواړي،دخپل ځان دښيګړي لپاره کوشش نه کوي ځکه دی شپه اوورځ دنورودبربادئ په سوچ کي اوسي نه داچي دځان لپاره څه وکړي،ده ته داموقع نه وي چي دځان دترقئ لپاره څه سوچ وکړي،لدې امله حاسدډيرسست
اوکاهل وي چي داسستئ دی دالله پاک له نعمتونوڅخه محروموي،کله چي دی دخپلي بدعملئ له امله له نعمتونواوبرياليتوبونوڅخه محروم شي نودنوروپه خوشحاليوئې زړه سوځي اودځان په څيردهغوئ لپاره هم دبربادئ
اميداوآرزوکوي،کله دهغوئ په ښکاره غيبت،چغلګري،ناحق شکايتونه کوي اوکله ورباندي بې ځايه تهمتونه لګوي،اودهرډول تاوان دوررسيدوپه هيله ناست وي،درسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارکه زمانه کي الله پاک په
مسلمانانوځانګړي انعامونه وکړل چي يوله هغوڅخه دايمان اوقرآن ورکول وو،لدې امله يهوديانواونصاراؤ له مسلمانانوسره حسداوکينه شروع کړه،لکه په قرآن کريم کي چي الله پاک فرمائلي دي:ام يحسدون الناس علی ماآتاهم من فضله ؛(النساء)آيادوئ له خلګو(ايمان والاوو)سره حسداوکينه کوي په هغه څه چي الله دوئ ته ورکړيدي.
په بل ځای کي فرمايي:
ودّکثيرمن اهل الکتاب لويردونکم من بعدايمانکم کفاراحسدامن عندانفسهم (البقرة)
ترجمه:غواړي(دارمان په ډول سره)ډيرله کتاب والاووڅخه(يهوداونصاری)چي تاسوله ايمانه وروسته کفرته واړوي،دحسدله امله چي ددوئ په نفسونوکي دی .
نودغه حسداوکينه ديهوديانواونصرانيانوعادت دی مسلمان بايدددوی عادت په ځان کي رانه ولي اوبايددمسلمان لپاره خوشحالي اوفايده ځوښه کړي .
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اياکم والحسدفان الحسديأکل الحسنات کماتأکل النارالحطب اوالعشب (رواه ابوداود)
ځان ساتئ له کينې څخه ځکه کينه نېکۍ داسي خوري لکه څنگه چي اورلرگي خوري(يايې داسي وويل :لکه څنگه چي اورواښه خوري)
نوداډېره دتاوان اوافسوزخبره ده چي سړی نيک عملونه هم وکړي خوبياهغه بېرته بربادکړي. دحسداوکينې يوتاوان داهم دی چي کينه گرسړی هروخت کي په عذاب اوتکليف باندي اخته وي،که بل څوک خوشحاله وويني نودی خفه دی داهم دده لپاره دده ددې عادت سزاده چي په دنياکي ورته رسيږي.
الله پاک دي موزړونه له داسي مرضونوڅخه خلاص کړي وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه ومن تبعه الی
يوم الدين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر