۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبه

دصلیبی یرغلګرو له خوا دمسلمانانو دبدنامولو ناکامه هڅې !

iraq_woman_sonلیکونکی : خواخوږی
حمد الشایع یو سعودی تابعیت لرونکي ښه رنګی ځوان وو چي اوس يې دبدن زیاتري برخي دمخ اوسر په شمول سوځېدلي دی او دسعودي په یوه روغتون کي تر تداوي لاندي دی هغه خپله پېښه دالمجد د تلوېزیوني چاینل دمرکچي دپوښتنو په ځواب کي داسي بیانوي:
زه په عراق کي یو موټر چلونکی وم امریکايي یرغلګرو وګمارلم چي دتېلو یو ټانکر دبغداد دګڼي ګوڼي یوې سيمي ته بوزنم هلته به یو کس زما انتظار کوي
هغه به له ماسره خپل شفر تبادله کړي او زه به دا ټانکر هغه ته وسپارم ، ما همدغه ټانکر دهغوی له هدایت سره سم هغې سيمي ته بوت کله چي ټاکلي سيمي ته ورسېدلم ټانکر مي ودرولو اخوا دېخوا مي وکتل کوم داسي څوک مي ونه لید چي هغه زما انتظار کوي له ټانکره ښکته شوم او دنوموړي کس په تلاش کي ګرځېدلم ، زه لا لېري نه وم تللی چي ټانکر وچاودېده او سېمه ټوله داور په لمیو بدله شوه، زیاتره عام او بې ګناه وګري نارېنه ، ښځي اوماشومان پکي وسوځېدل اوزما ځواني هم ددې پېښي قرباني شوه .
هغه وايي زه پدې باور یم چي امرېکایانو لا مخکي یو ریموټ بم پدې ټانکر کي پټ کړی وو چي رېموټ يې په همدغه سېمه کي دهغوی له کوم ګوډاګي سره موجود وو ، هو هلته بېشکه دهغوی لخوا په ګوته شوی شخص لامخکي موجود وو خو هغه دټانکر دتسلیمولو لپاره نه بلکه دټانکر دچاودولو لپاره انتظار اېست ترڅو دا وحشیانه عمل ترسره کړي او پړه يې دمقاومت په ننګیالیو دهغوی دبدنامولو لپاره واچوي .
دېته ورته يوه بله پېښه هم یو مجاهد داسي بيانوي :
زه د بغداد ښار ته پخپل موټر کي سپوروم چي دامريکایانو دتفتیش یوه پاټک ته ورسېدلم هلته امریکایانو له ماڅخه اسناد او کاغذونه وغوښتل ماورکړل او ما ورته وویل چي زه یوعادي شخص يم نه ترورېست يم اونه له ترورېستانو سره کوم تماس لرم خو هغوی راته وویل چي ستانوم په تورلسټ کي دی موټر ودروه ترڅو تحقیقات درڅخه وکړو .
ما موټر دهغوی دقرارګاه په یوه خوندي تم ځای کي ودراوه او دننه دتحقیق لپاره لاړم پوښتنو او ګروېږنو یو ساعت په بر کي ونېو او له هغه وروسته يې له معذرت غوښتني سره یو لېک راته راکړ چي سمدلاسه يې باید دبغداد دګڼي ګوڼي په یوه سېمه کي دپولیسو یوه مرکز ته یوسم ترڅو هغوی زما نوم له تورلسټ څخه وباسي .
زه هلته روان شوم په لار کي زما ملګرو راسره ټلفوني تماس ونېو او رانه ويې پوښتل چي چېرته يې ؟
ماورته وویل چي زه خو امریکایانو په لار کي ودرولم اوپدې بهانه چي نوم مي دترورېستانو په لسټ کي دی یوساعت يې پوښتني راڅخه کولې او بیا يې یو مکتوب راکړ چي هغه باید سمدلاسه په بغداد کي دپولیسو یوه مرکزته یوسم ترڅو هغوی زما نوم له تورلسټ څخه وباسي او اوس هلته روان یم .
هغوی راته وویل چي کوشش وکړه اوموټر دي ژرترژره په یوه دښته کي ودروه، ته ورڅخه ښکته شه او پام کوه چي موټر نوموړي سیمي ته نه بوزې ځکه چي کېدای شي هغوی ستا په موټر کي بم پټ کړی وي .
ما دهغوی له وینا سره سم خپل موټر په یوه تشه سیمه کي ودراوه او ورنه ښکته شوم او پیاده روان شوم، ګورم چي څه وخت وروسته زما موټر دومره زوروره چاودنه وکړه چي ټوله سیمه يې وښوروله خو الحمد لله چي قرباني يې يړاځي زما موټر وو او اضافه ځاني اومالي تلفات يې ونه درلودل.
داد مجاهدینو، دمقاومت دافرادو او مسلمانانو دبدنامولو لپاره دامرېکایانو او بلېک واټر دناکامو هڅو دوه ژوندي مثالونه وو چي له تاسو سره مو شریک کړل زیاتره هغه پېښي چي په سېمه او نورومسلمانو هېوادونو کي ترسره کېږي او قرباني يې ماشومان، ښځي او بېګناه انسانان وي په حقیقت کي يې عاملین همدغه صلیبي یرغلګر وي الله تعالی دي يې وېر زېږوونکي هڅي شنډي او رسوا کړي او مسلمانانوته دي ورڅخه نجات په برخه کړي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر